طالبانو له لوري له زندانیانو سره ناسم چلند د اندېښنې وړ دی

یوناما وايي، د طالبانو له لوري له زندانیانو سره د ناسم چلند په اړه جدي اندېښنه لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، دوی په دې وروستیو کې له هغو کسانو سره خبرې کړې دي چې د طالبانو له زندانونو ازاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماماتو وايي، طالبان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې زندانونونه لري او په دغه زندانونو کې له بشري قوانینو سرغړونه کېږي.

د یاماماتو په وینا طالب وسله وال زندانیان چې تر ډېره ملکیان هم پکې وي، شکنجه کوي او ان د وژلو تر حده پورې یې ځوروي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي او په خپلو ټولو فعالیتونو کې دې د بشري حقونو او نورو نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري.

یوناما وايي د طالبانو په زندانونو کې د افغان پوځ د سرتېرو تر څنګ، دولتي کارکوونکي او ګڼ ملکیان هم بندیان دي.

طالبانو د یوناما پر دغه څرګندونو تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی.