طالبان د هېبت الله له نومه په استفادې هڅه کوي خپل منځي ستونزې حل کړي

سیاسي وقارالله ديدار

تیره اونۍ هلمند ته د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د راتګ اوازه ډيره زیاته ګرمه وه خو چې کله خبر رد شو او اوازه سړه شوه نن  د فراه د ولايتي شورا يوې غړې دا اوازه توده کړې خو خلک لا هم نه دي پوی چې آيا په رښتيا به هبت الله افغانستان ته راغلی وي کنه؟

دلته ځينې خبرې شته دي چې ولس او په افغانستان کې جنګيدونکي طالب جنګيالي يي د يو حقيقت په توګه باید درک کړي ځکه په استخباراتي افسانو باندې ولس ډير کم پوهيږي او برعکس ملتونه يوازې د شعار( اشغال دی،جهاد فرض دی، د الله دین په خطر کې دی) قرباني شي.

يوه خبره باید په اول سر کې سپينه کړو چې ټوټه شوې د کوټې شورا به نور سره را ټوله نشي او بله مهمه خبره داده چې د آی اس آی تر حسارت لاندې هبت الله به نه يوازې افغانستان ته سفر ونشي کړای بلکه د وژل شویو طالب مشرانو ملاعمر او اخترمحمد منصور په څير د ژوند تر پايه تر هغه وخته په پاکستان کې برمته وي څو يي چې د مرګ پريکړه نه وي شوي، خو پوښتنه داده چې ولې طالبانو د خپل مشر د سفر آوازه ګرمه کړې؟

۱ـ طالبانو هڅه وکړه په دې اوازه په هلمند کې پر دوی د جګړې په لمبو کې راګیر طالب جنګياليو ته روحيه ورکړي، خپل سری طالب والي ملامنان باالاخره له کوټې شورا څخه اطاعت کولو ته اړباسي، د انشعاب مخه ډب کړي او په هلمند کې را فعاله شوې د ملارسول ډلې ته بیا غاښ چيچی وکړي چې د منصور دادالله او کورنۍ په څير به يي له سخت برخلیک سره مخ شي خو پايله هغه وخت برعکس شوه چې په موسی کلا کې په جوړه شوې ناسته کې طالب مشرانو د هبت الله له نه لیدلو وروسته ناسته پريښوده او د طالبانو خپل سری والي ملامنان هم يادې ناستې ته ورنغی.

۲ـ د کوټې شورا د کندهار ځينو سیمو ته د طالب مشرانو د تيښتې او هلمند ته يي د قاضي القضات شيخ عبدالحکیم تر راتګ وروسته يو ډول غوښتل دوی وارخطا کړي په همدې خاطر يي په کندهار کې د غورک په ولسوالۍ کې بريدونه ډير کړل دوی له دې بريدونو څخه څو موخې درلودې، يو دا چې طالب مشران وارخطا او بیرته پاکستان ته تيښتې ته اړ کړي بل دا چې که طالب مشران نه تښتي يو ډول حکومت ته ذهنيت ورکړي چې ګواکې په دې ناامنۍ کې له غلامۍ او کډوال توب  څخه ژغورل شوي طالب مشران لاس لري… دوی غوښتل د غورک تر ناامنۍ وروسته طالب کش جنرال رازق يو ډول هغو طالب مشرانو ته په قهر کړي کوم چې تر عزت او قدر وروسته په خپله خاوره کې میشت شوي… طالبانو ډيره هڅه وکړه حکومت ددې طالب مشرانو نيولو ته وهڅوي او بیا له دې نیول کيدو څخه په خپله رواني جګړه او د نورو د تيښتې په مخنيوي کې ګټه پورته کړي چې بريالي نشول.

۳ـ فراه: فراه او نیمروز ایران ته ډير مهم دي دا چې په فراه او نیمروز کې ایرانيان څومره لېوال دي تاسو به په يادو ولایتونو کې د ایراني وسلو، جاسوسانو او عمالو د نیول کيدو خبرونه څو ځلې اوريدلي وي او دا به مو هم کله  اوریدلي وي چې په فراه کې وار د مخه د داعش هستې جلب او جذب پيل کړی دی، نو طالبان چې اوس د ایران، روسيي او پاکستان ګډ فشار زغمي يوډول يي غوښتل ایران ته خپل صداقت  وښيي ځکه ایران سخت لېوال دی چې په دې دوو ولایتونو کې يو لوري ته ځان ته پيداشوی سرخوږی ختم کړي او بل په بلوچستان کې وچ شوی سيند «هاموند» د ناامنۍ په لړ کې بیرته د افغانستان له وړيا اوبو ډک کړي او په تدريجي شکل سره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اوبو د مدیريت د طرحې مخه ونيسي.

۴ـ روحیه بایللو طالبانو ته د کاذبې روحيي ورکړه: په کلیو او خصوصا هغو سیمو چې ولس يي يوازې د دين اصول يوازې او يوازې د ملا خبره مني، اوس ذهنيت بدل شوی دی ځکه په رسنیو کې د طالبانو او روسانو پر اړيکو روانو تودو بحثونو نه يوازې د طالبانو ديني مشروعيت ته سخت زیان رسولی دی بلکه د ولس کرکه ترې  دومره ډيره شوې چې کله طالب ويني د تیر په څير نه ډوډۍ ورکوي او نه مينه بلکه برعکس کرکه او نفرت ترې کوي.

طالبان په د ې خبره ځکه ډير ښه پوهيږي چې دوی په سیمه کې دي، دا يي اوس زړه ته پخه رسيدلې چې دوی په خپلو سیمو کې د کړي زیاتي له امله په کور کې د پاتې کيدو ځای نه دی ورته پريښی او بل لوري ته داعش د دوی پر ضد نه يوازې د وژلو فتوا ورکړې بلکه ويلي يي دي چې مال يي  غنيمت او ښځې يي بايد وينځې شي.

نو برنیو څو ټکو ته په کتو سره طالبانو د نظامي کميسيون يو شمېر مسولین چې هبت الله ته نيږدې دي په ولايتونو سر کړي دي، غواړي په ولايتونو کې ددې کسانو له شتونه دا ثابته کړي چې هبت الله هم دلته دی خو د امنيتي ستونزو له امله به شونې ده له ډيرو سره لیدل نه غواړي، خو رسنیز شوي رازونه دا ښيي چې هبت الله اخونزاده لا هم د آی اس ای په زیرخانه کې د غلامۍ په اعتکاف ناست دی او دا راغلي د کميسیون مسولین هم د مجبوريت له امله اړ دي چې ټول ټال ورکول شوی پروګرام څنګه چې شونی وي پلی کړي.

بله مهمه خبره داده چې په رسنیو کې د افغان ځواکونو خصوصا هوايي هغو د هرې ورځې پياوړي کيدو له امله خپريدونکي خبرونه، د امریکا د پاتې کیدو او جديت په تړاو نړۍ وال مثبت غبرګون په هر حال طالبانو ته دا پيغام ورکړی چې دا ځلې به ماتيږی ځکه که مو لیدلي وي تر يو نيم لک بهرنیو ځواکونو څخه د لس زرو بهرنيو ځواکونو جديت بیخي ډير شوی دی.

په تیره يوه میاشت کې به مو اوریدلي وي چې په ټول ټال يوه نيمه لسیزه کې د بهرنیانو هوايي ماموریت تیز شوی دی،همدا تیزوالی ددې ښودنه کوي چې نړۍ جدي شوې او همدې جديت پاکستان د انزوا لوري ته کش کړ او طالبانو بل حامي ایران اوس اوس د نړۍ د غندنې او بندیزونو تورې ته سم شو.

په هر حال ولس ته ددې خبرو  د تفکيک په پار به دا ډيره مهمه وي چې دوی پوی شي چې دلته روانه جګړه که ډيره فزيکي د ه نو تر نيمايي ډيره هم رواني ده ځکه که د جګړې رواني لوري ته وکتل شي طالبان په ډير مهارت هڅه کوي د جهاد او اشغال پخوانۍ روحيه بیرته پياوړې کړي خو دا چې اوس روسان، روسي وسلې، مشاورين او د پاکستان دوه مخې ټول افغان ولس درک کړې فکر نکوم د طالبانو د نظامي کمیسيون د هبت الله آخونزاده د راتګ افسانه به روحيي بايللي طالب ته روحيه ورکړي