طبي کارپوهانو د زړښت ضد درمل کشف کړي

 

دهالنډ طبي اوساینسي کاروپوهانوله ډیرو پلټنو وروسته داسي درمل کشف کړي چي هغه دانسان دزړښت اوبوډاتوب مخه نیسي اوزړه بیرته د ځوانۍ په نوښت بدلوي.

دهالنډ د (سل) په نوم یوې خبرې مجلې لیکلي دهالنډطبي کارپوهانو وروستۍ څیړنې اوتجربې  په ګوته کړې چي دوی په زړو مږکانو دا ازموینه کړې او بریالۍ ازمایل شوې ده.

سرچنیه لیکي چي دانسان دوخت په تیریدو اوزړښت سره یعني چي کله عمرپوخ شی نو دوجود په نسجونو کې زړې حجرې رایوځای کیږي ،چي داحجرې دشکر په ناروغۍ بدلیږي او بالاخره دزړښت سبب کیږي .

خو اوس کارپوهانو دهمدې نارغۍ له کشف سره سم مطابق درمل هم کشف اوجوړکړي چي د زړښت جوړیدونکي حجرې له منځه وړي اوانسان نور هم ترډیره عمرځوان پاته کیدای شي چي دایوه نابغه نسخه ګڼل شوې ده.

کارپوهانو ویلي چي دې درملو خاصیت دادی چي زړې پټیدونکي حجرې کشفوي اوله منیځه یې وړي اوبیا نوې حجرې تولیدیږي چي دې سره انسان دنوښت اوځوانۍ ټولې خواې په عادي ډول مقاومت کوي اوانسان ځوان برېښي اوټولې قوې یې دځوان په ډول کارکوي.

دوی عجیبه داکوي چي هغه زاړه مږکان چي مخکې یې تګ هم پوره نشوای کولای ،خو وروسته ددې درمل په استعمال سره هغوی پیاوړي شوې اوپه منډه کړې دکم عمره مږکانوسره په سیالي شوي دي اوطاقت دوه برابره شوې.

طب پوهانو تردې هم بل دپام وړقدم په نښه کړی چي دوی وايي: دې درملو سره دموږکانو تللی ویښتان بیرته رغیږي اودرېیم داچي دهغوی دوجود داخلي ارګانونه قوي کوي او دځوانۍ مراحل بیرته له سره پیلوي.

دهالنډ متخصصینو ساینس پوهانو ویلي دوی دغه درملنه اوکشف هغه مهال مخه کړه چي کله یې دسرطان دناروغۍ په اړه پلټنې کولې ،خودهغوی په تحقیقاتوکې همدا څه په لاس ورغلل چي دانسان اصل عوامل دا ناروغۍ څرګند کړي دي ،هغوی داهم وايي چي کیدای شي دسرطان په ناروغۍ دلږ نورو تحقیقات په درلودلوسره هم یوې مثبتې نتیجې ته ورسیږي اوپه دې لاره کې وروسه مرسته وکړي ،دوی غواړي  چي داځل به په انسانانو ازموینه کوي اوبیابه یې له پوره ډاډ وروسته نړۍ وال بازارونو ته وړاندي کوي.