طنزیه حاضر جوابي!

د ايرلينډ مشهور ليکوال”برناردشو” ته يو بل مغروره ليکوال وويل چي زه تر تا بهتري أو فضيلت لرم، ځکه چي ستا ليکنې د مال و دولت پر موضوع راڅرخيږي، أو ځما د ليکنو محور د متقابل احترام او عزت و شرف موضوع ده، برنارد شو ورته وويل چي په ماوتا کي هر يو دهغه شي متعلق څيړل او بحث کوي چي هغه نوي پکښي.

يوه ړوند صحرايي عرب چي مشهوره په “بشار ابن برد” وو وهغه ته يو بل چا وويل چي الله ج چي له هرچا د سترګو نعمت أخيستى وي د هغه عوض الله ج ورکړى دى نو تاته يي په عوض کي څه درکړي دي، هغه ورته وويل چي تا رقم خلګ نه وينم.