پنجشنبه , 28 مارچ 2024

عجیب و غریب مرضونه چې ډاکتران یې ګوته په غاښ کړي!

ویل کیږي چې په اوسنۍ زمانه کې انسان چې څومره د ساینس په میدان کې پرمختګ کړی په تاریخ کې یې مثال نه موندل کیږي خو د طب دنیا بیا جلا دنیا ده، دلته هره ورځ څه نا څه نوې څېړنه منځته راځي چې د بېلابېلو مرضونو د علاج دعوه کوي.

همدا راز نوي، داوګانې، نوې واکسینونه او د علاج نوې نوې طریقې منځ ته راځي او هر ډول مرض علاج په پوره بریالیتوب سره کوي.

خو ددې هر څه باوجود زیات وخت داسې قضیې رامنځته کیږي چې عام ډاکتران خو پریږده، د طب ماهرینو ذهنونه هم پرې کار پریږدي، ددې ځېنې مثالونه په لاندې ډول دي:

هغه ښځه چې د خپلو سترګو حرکت اواز اوري— وکی میڈیا کامنز

تقریبا اته کاله وړاندې د برتانیې د لنکاشائر د سیمې اوسیدونکې جولي ریډفرن په کمپیوتر کې لوبې کولې چې ناڅاپي نوموړې یو خندونکی تېز اواز واورید، په پیل کې نوموړې نه پوهېده چې دغه شور له کوم ځایه راځي خو وروسته پوه شوه چې کله نوموړې سترګې رپوي او حرکت ورکوي نو دغه غږ نوموړې اوري.

د وخت په تېریدو سره جولي ته دا هم معلومه شوه چې نوموړې په شریانونو کې د وینو د تګ راتګ غږ هم اوري. حیرانوونکي خو لا دا ده چې کله په میز کاسې او نور سامان کيښودل کیږي نوموړې ددغو کاسو له غږه بل هيڅ هم نه اوريدل. د نوموړې بد حالت هغه وخت پیلیږي چې کله تلیفون راشي او نوموړې مجبورا خپلې سترګې یو خوا او بل خو اړوي.

ددغې ښځې مرض (ایس سي ډي ایس) دی، دا یو نادر مرض دی، په دغه مرض کې د غوږ دننه هډوکي د خیرو څخه محرومیږي چې له کبله یې غږ اوریدل یا خو بیخي حساس شي او یا له اندازې زیات تېز.

ډاکترانو ته ددغه مرض په اړه په ۱۹۹۰ کې معلومات وشو او ددغه مرض څخه د خلاصون لپاره د جولي ستر عملیات وشول چې په پای کې يې یو غوږ سم او بل يې لا اوس هم د سترګو د حرکت اواز اوري.

ماشوم چې لوږه نه لري— وکی پیڈیا فوٹو

۱۲ کلن لنډن جونز د امریکا د ایووا ایالت اوسیدونکی دی. د معمول سره سم په ۲۰۱۳ کال کې سهار له خوبه راپاڅېد خو نوموړي د لوږې احساس نه کاوه، ټوخی یې نه دریده او سینې یې بد درد پیل کړی و.

د دغه ۱۲ کلن هلک مور و پلار نوموړی روغتون ته بوتللو، د لومړنیو ټيسټونو څخه معلومه شوه چې د ماشوم چپ سږی خراب دی، ډاکتر یې په علاج پیل وکړ او ماشوم روغ رمټ شو. خو د جوړیدو وروسته چې کور ته ستون شو، نو ماشوم بیا لوږه نه محسوسوله، د خوراک د نه خوړولو له کبله يې وزن هم په کمیدو شو.

ډاکترانو د لنډن د مرض د معلومولو کوښښ پیل کړ، خو د یو کال په تېریدو سره د امریکا د ۵ سترو ښارونو ډاکترانو ته د ښودلو وروسته معلومه شوه چې دغه ۱۲کلن ماشوم ددغه عجیب و غریب مرض د نړۍ یواځينی کس دی.

لنډن اوس هم لوږه نه محسوسوي، استادان او د کورنۍ غړي یې ټول کوښښ کوي چې نوموړی یو ځل بیا په ډوډۍ عادت کړي خو لنډن قسم کړی چې ډوډۍ به ونه خوري.

ماشومه چې د اوښکو پر ځای یې له سترګو تېږي لویږي— اے ایف پی فوٹو

د ۲۰۱۴ز کال په پیل کې د یمن یو اوسیدونکی محمد صالح ال جهاراني هغه وخت له حیرانیتیا څخه هک پک شو چې اته کلنه لور سعدیې یې د اوښکو پر ځای وړې وړې تېږې تویولې.

سعدیه محمد صالح د دوه ښځو څخه پیدا شوې د ۱۲ ماشومانو څخه یوه ده، خو د نوموړې له سترګو د تېږو غورځیدل لا نور هم حیرانوونکي دی، ډاکترانو ته هم لا معلومه شوې نه ده چې ولې د اوښکو پر ځای له نوموړې تېږي توییږي.

د سعدیې پلار په یوې مرکه کې دا منلې چې لور یې سعدیې د نورو خلکو په څېر له سترګو اوښکې بهولې خو ناڅاپي یې له سترګو د اوښکو په ځای د تيږو وتل پیل شول خو د نیکه مرغه سعدیه ورسره د هیڅ تکلیف احساس نه کوي.

انجلۍ چې عمر یې زیات نشو— اسکرین شاٹ

د امریکا په میري لینبډ ایالت کې بروک ګری برګ نومې انجلۍ چې کله د ۲۰ کلونو په عمر کې ومړه، نو تر دغه وخته پورې هغې کله هم خبرې ونه کړې او د تګ لپاره يې هم خاپوړې کولې.

حقیت کې د نوموړې جسم د نشو و نما څخه انکار کړی و او د مرګ پر مهال نوموړې نه یواځې چې ذهني حالت یې سم نه و، بلکې جسم یې هم لکه د یوې نوی زیږیدلي ماشوم په څېر و.

ساینس پوهان او ډاکتران تر دې مهاله د نوموړې د مرض د تشخیص کولو څخه عاجز دي او د پيدا کیدلو سره يې نوموړې یوه «معجزه» ماشومه بللې وه، ځکه د هغې معده څو ځایه زخمي وه خو بیا هم په ژوند کې یو ځل هم فلج نشوه.

نوموړې یو ځل په دماغو کې د رسولۍ دانې ښکار هم شوه چې له کبله یې نوموړې تر دوو اونیو پورې ویده کیدله او د حیرانتیا خبره خو لا داده چې هغه رسولۍ بیا یو ځل ورک شوه چې ډاکتران ورته تر دې دمه اریان دریان دي.

ددغې انجلۍ نشو و نما هم عجیبه وه، ځکه تر ۱۶ کلونو پورې د نوموړې د شیدو غاښونه ونه غورځېدل خو هډوکي بیا د ۱۰ کلن ماشوم په څېر کلک و.

ويښتان او نوکان يې هم د نورو انسانونو په څېر لوېیدل، نه غږیدلی شوه او نه هم ډیره خوځېدلی خو خپل ورونه او خورګانې یې پېژندل.

ښځه چې ړندې سترګې یې بېنا شوې— رائٹرز فوٹو

د نیوزیلنډ د آک لینډ ښار اوسیدونکې لیزا ریډ په ۱۱ کلنۍ کې د سترګو له نعمته محرومه شوه او بېرته د سترګو د لید راتګ ته يې هیڅ امید پاتې نشو، خو په ۲۴ کلنۍ کې یو ورځ سر په ناڅاپي توګه له یو ځای سره ټکر شو او چې کله بله ورځ راپاڅېدله ړندې سترګې یې بېرته جوړې شوې وې.

په ماشومتوب کې لیزا په دماغو کې یوه رسولۍ دانه راشنه شوې وه او دغې رسولۍ د سترګو اعصاب خراب کړي وو چې له کبله یې نوموړې له خپلو سترګو محرومه شوه، وروسته ډاکترانو هم ځواب کړه، لیزا مجبورا یو سپی پیدا کړ څو د لارې په ښودلو کې ورسره مرسته وکړي.

اصلا همدغه سپی د نوموړې د سترګو په بینا کولو کې مهم رول لوبولی، ځکه په ۲۰۰۰ کال کې یوه شپه غوښتل خپل سپي سره مینه وکړي خو ناڅاپي یې سر له میز سره ولګېدلو چې له کبله یې سر درد پیل کړ خو چې سهار راپاڅېده، سترګو یې هر څه لیدلای شوی او ړندې سترګې یې بینا شوې وې.

ډاکترانو تر دې مهاله ددې سترګو د بینا کېدلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي او د ۱۴ کلونو په تېریدلو سره لا هم د لیزا سترګې بینا دي او ښه کار کوي.

د یادونې وړ ده چې د حدیثو د معتمد کتاب بخاري شریف لیکونکی امام محمدبن اسماعیل البخاري رحمه الله سترګې هم په ماشومتوب کې ړندې شوې وې چې د مور د زیاتو دعاګانو له کبله الله جل جلاله يې سترګو ته شفا ورکړه او ړندې سترګې یې بینا شوې.

انجلۍ چې درد نه محسوسوي— اسکرین شاٹ

د امریکا د بګ لیک سیمې اوسیدونکې ګیبي ګینجراس چې کله وړه وه نو همېشه یې په سترګو کې ګوتې وهلې، سترګې یې موښلې چې له کبله یې یوه سترګه هم ضایعه شوې وه، همدا راز نوموړې په ګوتو د خولې لګولو هم عادت وه.

ګیبي نومې انجلۍ د یوه ډير نادر قسم مریضۍ ښکار وه، چې له کبله نوموړې هیڅ درد نه محسوسولو، کله چې نوموړې ۷ کلنه وه، هیلمټ او عینکې يې له دې امله اغوستې چې محفوظه وي، خو نوموړې په داسې حال کې هم که سر یې په یوه تیره شي باندې پرې شوی هم و، هيڅ درد نه محسوسولو.

تر دې چې په ۲۰۰۵ کې د نوموړې ژامه ماته شوه خو نوموړې هيڅ درد محسوس نه کړ. ګیبي که څومره له دیوال سره سر وجنګوي، یا یې سر یا نور بدن غوڅ شي، نوموړې عادي وي او هيڅ درد نه مسحسوسوي، ډاکترانو هم ددغې مرض په اړه له څه ویلو عاجز دي.