پنجشنبه , 25 اپریل 2024

عطا نور: ارګ او جمعیت ګوند هوکړې ته رسیدلي

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د نوروز په مناسبت د جوړ شوي جشن په مراسمو کې وویل چې جمعیت اسلامي ګوند او ارګ موافقې ته رسېدلي او ډېر ژر به دغه موافقه اعلان شي.

ښاغلي نور خپل څلوارلس کلن کاري راپور خلکو ته وړاندې کړ او په پای کې یې له خلکو څخه مننه وکړه چې دده پراخ ملاتړ یې وکړ، هغه وویل چې نن یا سبا به د بلخ د تغییراتو په اړه نوې خبرې واورئ:

عطا محمد نور د مراسمو په پای کې له خلکو سره خدای پاماني وکړه چې ظاهراً داسې ښکارېدی چې نوموړی نور به بلخ ولایت کې خپله دنده پای ته رسوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او د ارګ ترمنځ رامنځته شوې ستونزه هم هواره شي او ترڅنګ یې د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق پر پاتې کېدو یې هم ټېنګار وکړ.

په ورته وخت کې د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش چې د نوروز په مناسبت یې په جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی و په خپلو خبرو کې یې وویل چې د ملي یووالي حکومت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او په روان کال کې به د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره شي:

“له ډېرو کلونو راهیسې د نفاق او شقاق پدېدې زموږ په ټولنې کې ناخوالې رامنځته کړي دي او د ورورولۍ بنسټ یې زیانمن کړی دي او نور موږ د نفاق هر آواز ته نه وایو او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي فضا نور هم ټینګه وو.”

دیادولو وړ ده چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر اشرف غني د بلخ د والي استعفا منلې ده.

د جمهور رئیس له خوا د بلخ لپاره محمد داود د نوي والي په توګه معرفي شوی و، خو عطا محمد نور د جمهور رئیس له پرېکړې سره مخالفت وښوده او پر خپل ځای پاتې شو.