علي وزیر پاکستان ته ګواښ کړی چې په ډیورنډ کرښه اغزن تار نه منم

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی پاکستان ته ګواښ کړی، چې نور ورته  پر ډیورنډ فرضي کرښې اغزن تار د منلو نه دی او پښتانه نور ورته صبر نه شي کولای.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر او د وزیرو قوم مشر ډاکترګل عالم او یو شمیر نورو مشرانو، د انګور اډې په سرحدي سیمه کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له سلګونو اوسیدونکو، قومي مشرانو، او مخورو سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د پي ټي ایم مخکښ فعال، علي وزیر او د وزیرو قومي مشر ګل عالم وویل، په کرښه د اغزن تارغځیدل پښتنو ته د منلو نه دی او باید د تګ راتګ لپاره یې سهولتونه رامنځته شي.

پاکستان ته د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښه غړي تازه څرګندونو ورخطا کړی د پښتون ژغورني غورځنګ مخکښه مشر علي وزیر ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په سر ورته د پاکستان حکومت لخوا ورته اغزن تار د منلو نه دی او په دې برخه کې پاکستان ګواښ کړی چې باید یاد اغزن تار ټول کړي او که داسي ونه کړي نو پښتانه به یي په زور ور ټول کړي

علي وزیر ویلي چې داوړه خواوو ته یو ملت او یو پښتون قام پروت دی او د قام به هیچاته اجازه ورنکړي چې پښتانه سره بیل کړي.

د همدې موضوع په تړاوو مو له سیاسي کارپوهانو سره خبرې کړي او دوی هم د علي وزیر د څرګندونو کلک ملاتړي دي.

سیاسي کارپوه  رحمت الله اندړ وایي چې علي وزیر هڅه کوي چې د پښتون ژغورني غورځنګ مهم هدف ته ځان ورسوي چې هغه د پښتون قام یو موټي کول دي.

په همدې حال کې لیکوال او ژورنالېست ځوان انقلابي د علي وزیر دا کړه ستایي او زیاتوي چې په دې برخه به ډېر لوی بدلونونه هم رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر غوښتل د پکتیکا ولایت برمل ولسوالي ته راشي خو پاکستاني پوځیانو ورته له کرښې د را اوښتو اجازه نه ده ورکړې. د علي وزیر هرکلي ته د کرښې له دې غاړې په زرګونو ځوانان او قومي مخور ورغلي وو.