علي وزیر: پاکستان حکومت اوس دومره بې وسه شوی دی چې په ډمو ځان ساتي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزير د ټویټر له لارې لیکلي دي، د پاکستان حکومت اوس دومره بې وسه شوی دی چې په ډمو ځان ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې يوې پاکستانۍ فلمي اداکارې وينا ملک په تازه ورځو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ضد فعاليت پيل کړی دی او په ټويټرپاڼه باندې پوسټونه کوي، چې په پښتون ژغورنې غورځنګ دې بندېز ولګول شي، ځکه چې دا د پاکستان پر ضد دي.

هغې  په خپله ټوېټر پاڼه دا هم لیکلي دي: (( که دښمن مو هند وي او که د هغوی پالل شوي پښتون ژغورنې غورځنګ، موږ د ټولو پر وړاندې ولاړ يو.))

ورپسې علي وزیر په خپله ټوېټر پاڼه لیکي: ((نوموړې په تړاو مې مخکې ډېر معلومات نه درلودل، خو اوس راته ملګرو وويل چې چوکيدار (پاکستانی پوځ او استخبارات) دومره بې وسه او لېونی شوی دی، چې د هندوستان له لوري راشړل شوې ښځې په خوله په موږ پسې خبرې کوي.))