عمرزاخېلوال: پاکستان دې داړیکو خرابوالي زور له کډوالو نه وباسي

 

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د کډوالو عزت او درنښت په خپل هېواد کې دی او حکومت هڅه کوي چې ټول افغان کډوال په درنښت خپل هېواد ته ستنېدو ته وهڅوي.

ښاغلي زاخېلوال په خپلې وینا کې که له یوې خوا د افغان کډوالو له امله د پاکستان حکومت او ولس د کوربه توب مننه وکړه، نو له بلې خوا یې وویل، د حکومتونو اړیکې پخپل ځای خو د اړیکو په ښکته پورته والي کې پر کډوالو فشار راوړل یې ښه پالیسي نه ده، باید له دې ډډه وشي.

نوموړی همداشان وايي، له پاکستانیو چارواکو سره یې په دې هېواد کې د کډوالو د ګڼو ستونزو په اړه خبرې روانې دي او ټینګار کوي چې کډوالو ته باید نه په پاکستان او نه هم په افغانستان کې د اوږو د بار په توګه وکتل شي.

زاخېلوال دا څرګندونې تیره ورځ په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې په انګړ کې هغې غونډې ته وکړې چې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د کیمپونو مشرانو او افغان محصلینو په ګډون پکې سلګونو کډوالو برخه اخیستې وه چې د کډوالو پر ګڼو مسائلو سربېره پکې هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنېدو په لړ کې سلا مشورې هم وشوې.

ښاغلي زاخېلوال د کډوالو غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغان کډوال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي لپاره د پل کردار ادا کوي او په خبره یې چې کډوال د چا پر اوږو بار نه دي، بلکې د خپلې پانګونې له امله د اقتصاد یوه مهمه برخه ده.

نوموړی په دې اړه وايي:

“افغان کډوال کولای شي چې د افغان او پاکستان اړیکې سره لا نېږدې کړي، له افغان مهاجرینو څخه باید د اړیکو د ښه کېدو د فکټور په صفت باید استفاده وشي، نه برعکس، زما مشوره پاکستان ته دا ده چې مهاجر ته د شک په سترګه ونه ګوري، بلکې د دواړو هېوادنو ترمنځ د یوې مشترکې سرمایې په سترګه ورته وګوري، کډوال ته د اوږو په سترګه باید ونه کتل شي، نه دلته نه په افغانستان کې، کډوال دلته سوال ته نه دي پراته، بلکې د پاکستان د بزنس یوه مهمه برخه ده.”

که څه هم د پاکستان حکومت څه موده مخکې په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او UNHCR ترمنځ تر درې اړخیزې غونډې وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د یو کال لپاره د غځولو ژمنه کړې وه، خو بیا وروسته یې دغه موده یوازې یوې میاشت وغځوله.