غزل

زړه ته مې د کومې نازولې ښکلا پریوته

یا په خطا پریوته ، یا ښه وارخطا پریوته

ما پسې لاس پورته کړل ،شاید چې زه به ګرم ومه

بېرته مې له لاسونه ګریوان ته ښیرا پریوته

نه منل خو پریږده زه خپل سوال پورې خیرجه کړم

شنه شوه تکه شنه شوه له خندا نه په شا پریوته

څنډ څه ود زلفو! د مخ هر خوا یې ونیوه

یانو زه شبکور شوم یا ملګرو رڼا پریوته

زه خو موسیدلې قدرې نه ومه شرره چې

کلې کې زما او ستا د مينې غوغا پریوته

شرر ساپی