د مرتبې خاوند د چانه مرتبه نه غواړي
په توره شپه کې ځان ته ناست دی خو ډيوه نه غواړي
په بندیزونو باندې پښې کیږده راځه راپسې
ساه د وجود نه د وتلو اجازه نه غواړي
د دریابونو نه چې واوړي نو پښيمان شي خلک
هېڅوک د چانه دومره ډيره فاصله نه غواوي
چې يې د پلار په جائيداد ورورنه ګريوانونه شکوي
بيوسه انجونې ترينه خود خپله حصه نه غواړي
د چا په سترگو کې به درد محسوسوې پخپله
دیوال د چانه لیونیه گلدسته نه غواړي
باقره! اوسه په يوه نه يوه زړه کې د چا
دا داسې کور دی چې هېڅوک يې کرايه نه غواړي.
شاه نواز باقر