پنجشنبه , 25 اپریل 2024

غزل

د شپې قلم په لاس د سبا ستورو پسې ګرځم

شاعر یم هم لیکوال یم ځینو تورو پسې ګرځم

تسل مې د ملا په رواجې دوعا نور نشي

ناصح د ښار مریض دی زه د روغو پسې ګرځم

دا سپین پټکي که خدای کول په یو ټغر به کیني

تکل د دور بابا کړم هغه تورو پسې ګرځم

لټون د یو سپین زړې انسان دې ښار کې عبس دی

چا ویل چې پیدا کیږي غرو رغو کې پسې ګرځم

چې فکر یې سالم وي داسې څو سړي په کار دي

يو څو مې پیدا کړي يو څو نورو پسې ګرځم

هر چا د زورور غيږې ته خپله پناه یوړه

عزیز سترګې په لار تل د کمزورو پسې ګرځم

عزیزالله میاخیل