غزل

ستا يادونه زړه ته راشي چې ماښام شي

‌‌‌‌‌‌درد د زړه مې لا سیوا شي چې ماښام شي

 

یو معصوم تصویر مې سترګو کې ځلیږي

یو تصویر سر په ژړا شي چې ماښام شي

 

ټوله ورځ یې په غوسه خفه تیریږي

کله کله په خندا شي چې ماښام شي

 

زه له ‌‌‌‌‌‌ډېر ه غمه ټوله شپه شوګیر کړم

په شوګیر مې شپه سبا شي چې ماښام شي

 

لیونی زړه مې په هیڅ شي نه پوهیږي

هله پوهه په مانا شي چې ماښام شي

 

داسي ژر یې خپلي سترګي کړي بدلي

خپل اشنا مې نااشنا شي چې ماښام شي

 

د بخت ستوری د بیدار وریځو کې ډوب شو

په مزه مزه پنا شي چې ماښام شي

بصیر بیدار ستوری