امنیتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو ته یې یاده مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ځمکنیو عملیاتو او هوايي بریدونو کې اړولې.
د چارواکو په وینا په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې.
په سویل خیتځ کې د ۲۰۳ تند قول اردو چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند سیمو او د غزنې د ده یک ولسوالۍ اړوندو کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې یې ځواکونو د وسله والو طالبانو له لورې یو ځای پر ځای شوی ماین کشف او شنډ کړی دی.
همهاله د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، چې ځواکونو یې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوندو کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او یو میل دهشکه یې له منځه وړل شوې ده.
د یادې قول اردو چارواکي زیاتوي، د کندهار ولایت د نیش ولسوالۍ د کوتل خاک سیمه کې یې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه پورې خپل لورې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.