د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د عملیاتو په لړ کې د ملکي تلفاتو په اړه د طالبانو ادعاوې دروغ دي او په دغو عملیاتو کې د غزني ولایت لپاره تش په نامه د طالبانو نظامي مسئول وژل شوی دی.
طالبانو ادعا کړې وه، چې د تېرې شپې عملیاتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.