غزني کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۲۰ نور ژوندي نیول شوي دي

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وایي، چې وسله وال د افغان او نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې د غزني په مرکز او د دې ولایت په ګيلان، ګيرو او اندړو ولوسالیو کې وژل شوي او نيول شوي دي.

نوري وویل، په دغو عملياتو کې، چې ځانګړو ځواکونو هم پکښي برخه لرله درې نور وسله وال ژوبل شوي هم دي.

د غزني د والي د ویاند په خبره په دې عملياتو کې افغان ځواکونو ته يو شمېر وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.