غزنی چا سقوط کړ؟

زه د غزني د جګړې په اړه یو څو شمېرلي حقیقتونه ستاسې مخې ته ږدم او قضاوت تاسې ته پرېږدم، تاسې قضاوت وکړئ، چې د غزني جګړه:

داخلي او که بهرنۍ توطئه وه؟

د حکومت غفلت بې غورې، اداري فساد او که په قصدي او شعوري ډول د غزني سقوط و؟

د راتلونکې اوربند او بیا د سولې د بهیر لپاره د خارجیانو غوښتنه او که د حکومت د تضعیف لپاره د دا خلي ائتلافونو او ما فیا پلان و؟

د راتلونکې ټاکنیز بهېر په حوزوي ویش کې د ایران ګټې له خطر سره مخ وي او که پاکستان غوښتل، چې (Ghazni must burn /غزنی باید وسوځېږي) او که دواړه موخې سره غاړه غړۍ وي؟

ورور وژنه او بشري ناورین و، چې سلګونه مړه جسدونه ، سلګونه ټپیان، سوځېدلي تعمیرونه او دفترونه، د تمدن پلازمېنه ښکلی ښار یې د کنډوالې په څېر تر شا پرېښوول او که د کفارو او امریکایانو پر ضد مقدسه جګړه/ جهاد و، چې له جګړې ورسته د کفر بیخ و ایستل شو او ډلې ډلې خلک په اسلام مشرف شول، اسلامي نظام حاکم شو او د غزني ښار د طالبي نظام د عدالت بېلګه شو … ؟

جګړه چا وکړه؟ ولي یې وکړه؟ موخه یې څه وه؟ موخه ترلاسه شوه کنه؟ دا او دېته ورته پوښتنې تاسې ته پرېږدم، یواځې څو شمېرلې حقیقتونه ستاسې مخې ته ږدم، چې پایلې ته خپله ورسېږی او پریکړه خپله وکړئ

لومړی حقیقت:

په غزني ولایت کې جګړه داسې وخت را منځ ته کېږي، چې د کلیو او اطرافو نالوستې ښځې هم خبرې دي، خو حکومت نه دی خبر، یوه ملګري مې ویل، چې کابل ته مې خپلوان راغلي وو، ورته ومې ویل، چې یو څو شپې پاتې شئ، یوې ترور مې را غبرګه کړه: «نه پاتې کېږو، په غزني جنګ کېږي او بیا لارې بندېږي»

د غزني پر ښار جګړه آني او فوري نه وه او نه دا معقوله ده، چې هومره لویه جګړه دې سم لاسې را منځ ته شي، په زرګونو طالب جنګیالي دي په یوه ساعت کې د ښار پر شاوخوا را ټول شي، له کندهار، هلمند، روزګان، زابل او نورو ولایتونو څخه دې حشرونه په یوه ورځ کې را ورسېږي او ان چې بهرنې جنګیالې دي له پېښور او بلوچستانه په دوه او دری ورځې کې را ورسېږي څلورمه او پنځمه ورځ دې د جګړې پلان جوړ شي او شپږمه ورځ دې د غزني پر ښار پراخه جګړه پیل شي …

دوه یم حقیقت:

دا هم له عقله لري ده، چې هومره لویه جګړه دې پلان کېږي، د لرې پرتې سیمې یوه نالوستې ښځه دې خبره وي او هیڅ حکومتي اورګان، په تېره بیا استخباراتي اداري دې خبرې نه وي، بلکې په نورو ولایاتو کې دې خلک خبر وي، چې طالبان د غزني د سقوط لپاره حشر کوي، خو حکومت دې خبر نه وي، بده لا دا چې، تر جګړې یوه ورځ مخکې، د غزني په پنځه کیلو مترې کې، سلګونه طالبان را یوځای کېږي، د جګړې لپاره تیاری نیسې، لا دې هم حکومت خبر نه وي …

درې یم حقیقت:

تر جګړې څو ورځې وړاندې، هند ته د غزني د والي سفر پر دې ښکاره دلیل دی، چې جمهوري ریاست او لوړ پوړې مقامات له دې جګړې خبر نه دی، ځکه والي د دوی له اجازې پرته بهرنی سفر نه شي کولای او که خبر وي؛ نو ولي یې د ولایت اول سړي ته په داسې حساسو شرایطو کې له ولایته د وتلو، بلکې له هیواده د وتلو، اجازه ورکړه او ولایت یې بې سرپرسته پرېښو؟

بله دا چې خپله والي صیب هم له راتلونکې جګړې نه دی خبر، که خبر وي ولي یې لوړ پوړې چارواکې نه دې خبر کړي؟ او خپله یې ولي ولایت پرېیښی، بلکې له هیواده وتلی؟

د والي صیب سفر او د غزني جګړه هممهاله را منځ ته کیدل تصادف هم نه شي کیدای، ځکه د هومره لویې جګړې لپاره پلان ګذاري او د طالب جنګیالیو تجمع کافي وخت ته اړتیا لري، مخکې مې تفصیلي یادونه وکړه.

څلورم حقیقت:

 

جګړه پیل کېږي، د ښار لومړنۍ پوستې سقوط کوي، شېبه په شېبه د جګړې اور د ښار لور ته خپرېږي، د جګړې په لومړۍ ورځ مخابراتي اړیکې او برېښنا قطعه کېږي، جګړه د ښار منځ ته راځې، مارکیټونه او دفترونه سوځول کېږي، ملکي روغتون د شهیدانو له جسدونو او ټپیانو ډکېږي،، د مړو جسدونه د څړکونو پر سر او کوڅو کې لوېږي، د ښار اوسیدونکې له کورنو بهر نه شي وتلای، ان چې لومړنیو اړتیاوو ته یې لاس رسی نه کېږي، اوبه یې له بریښنا سره بندې شوي، خواړه په دوکانو کې بند شوو، روغتون له شهیدانو او ټپیانو ډک دی، هیڅوک یې د درملنې نشته، ډاکتران تښتېدلي دي.

دوه یمه ورځ همدغسې حالت روان دی، جګړه نوره هم را نږدي شوي، د ولایت، قومندانۍ او امنیت ریاست ودانۍ ته را رسیدلي، په خواله رسنیو په تېره بیا فیسبوک کې خلک نارې وهي، چې غزنی وژغورئ، مرکزي حکومت یې بابېزه ګڼې، ډېر په بې اعتنایې سره دوه الوتکې ور لیږي او هغه هم سقوط کوي.

دریمه ورځ هم حالت د تېر په څېر دی؛ بلکې لا زیات خرابېږي، ځکه هیڅ اغېزمنه مرسته غزني ته نه رسېږي د مخالفینو مورال ورځ تر بلې لوړېږي او د حکومت مورال کمزوری کېږي، د غزني ټول ښار سقوط کوي، یواځې محدود ځایونه د حکومت په ولکه کې پاتې کېږي، د همدغې شپې نا وخته ولسمشر جدې کېږي او د غزني د حالت بیا بیا پوښتنه کوي، چې بالاخره له حقیقته خبرېږي او فورا مرسته لېږي او یواځې د غزني د ښار بحراني وضعیت لیږ تر لیږه کابو کوي.

دلته څو پوښتنې را ولاړېږي:

الف: ولسمشر ته دقیق معلومات ولي نه رسېږي؟ او که رسېږي جدې امر ولي نه کوي؟ ځکه د مسلحو قوتونو سر اعلی قومندان خو ولسمشر دی.

ب: ولسمشر ته ورځنی رسنیز را پور په خپله خوښه پیلټر کېږي، ورځني حقایق او تاوده موضوعات ورته نه رسېږي، که داسې نه وي؛ نو د غزني موضوع خو په رسنیز ډګر کې ډېره توده وه، ولي ولسمشر ته و نه رسېده؟ او که ورسېده، ولې یې عاجل اقدام و نکړ؟

ج: لوړ پړو چارواکو په امینت شورا کې ولي، د غزني له موضوع سره سطحي چلند کړی دی؟ ولسمشر ته یې ولي د خیر او خیرت ډاډ ورکړی دی؟

د: له غزني سره په مرسته کې ولي ځنډ شوی دی؟

پنځم حقیقت:

یو تریخ حقیقت دا دی، چې عیني شاهدان وایې، جګړه یواځې پولیسو کوله، د امنیت رئیس ناهور ته تښتېدلی و او د ملي اردو هیڅ کنډک په جګړه کې برخه نه اخیسته.

د دې جګړې کوم انځورونه، چې رسنیز شوي، دا تصدیقوي، چې یواځې د غزني ولایت امنیه قومندان او ملي پولیس په جګړه کې ښکیل دي، داسې هم ویل کېږي، چې ملي اردو ته د جګړې قومانده له مرکزه نه وه ورکړل شوي، کنه نو د ملي اردو هماغه ځواک، چې په غزني کې و د دې جګړې د مهارولو لپاره یې بسنه کوله.

شپږم حقیقت:

د عیني شاهدانو له خولې، د ښار ځینې معلومي پوستې او سیمې (حیدرآباد، غیب قلندر، قلعه میري، قلعه قدم، قلعه شاده، نوآباد…) له مقاومته پرته مخالفینو ته پرېښوول شوي، هلته هیڅ جګړه و نه شوه، ښار ته د مخالفینو د ننوتلو اصلي لامل همدغه معامله وه، چې وار له مخې شوې وه.

اووم حقیقت:

د موجوده حکومت له پیل نه تر اوسه پورې په غزني ولایت کې دری داسې ولسوالۍ (جاغوري، مالستان، ناهور) هم شته، چې د طالبانو له لورې له هیڅ ګواښ سره نه دې مخامخ شوي او اوسېدونکې یې که د دولت کارمندان هم وي، خلاصي تڼۍ ګرځي، خو پاتې نورې پنځلس ولسوالۍ، هره ورځ تر تودې جګړې لاندې وي، بلکې ځینو یې سقوط کړی دی او ځینې یې کلابندې دي، اوسېدونکې یې په ډاډه زړه د غزني ښار ته نه شي راتلای، څوک چې دولتي دنده ولري، له کوره سره به سیمه پرېږدي، ځکه د دولتي کارمند د کورنۍ غړې هم په دې سیمه کې څوک نه شي زغملای.

د دې دریو ولسوالیو په کرامت تر اوسه څوک نه دي پوه شوي، چې په دې ولسواليو کې اشراف اوسېږي؟ یواځې دوی د ژوند حق لري؟ د دولت لوړ پوړې چارواکې د دې دریو ولسوالیو دي؟ په غزني ولایت یې کوم ځانګړی احسان کړی دی؟ معامله ګر دي؟ طالبانو ته باج ورکوي؟ او که د کوم بل علت له مخې حکومت د غزني د ولسوالیو او ولسونو تر منځ د مور او میرې چلن کوي.

یوه بېلګه یې ستاسې مخې ته ږدم: د اندړو ولسوالۍ، چې د غزني ولایت تر ټولو لویه او له هره پلوه مهمه ولسوالۍ ده، د غزني امنیت او ناامنې په همدغه ولسوالۍ پسې تړلی دی، دری میاشتې کېږي، چې محاصره ده، د اکمالاتو لاره یې بنده ده، د پکتیکا او غزني تر منځ لویه لاره، چې په همدغه ولسوالۍ کې تېرېږي بنده ده، هیڅ دولتي چارواکې هیڅ ډول اندیښنه و نکړه، خو بالمقابل، څو اونۍ مخکې د جاغورو ولسوالۍ ته طالبانو شفاهي تهدید کړی و، د دفاع وزیر له لوړ پوړې هیئت سره هلته ولاړ، والي صیب کلیمزی هم ورسره وو او په جاغورو ولسوالۍ کې یې غوا حلاله کړي، چې ګواکې دا زموږ تقصیر دی، چې طالبانو د جاغورو ولسوالۍ ته ګواښ کړی؛ نو بښنه یې وغوښته او په نانواتې کې یې غوا حلاله کړه.

ځینې خلک پوهیږي، چې حکومت ولي له دې دریو ولسوالیو سره ځانګړی چلن کوي، خو خاشه یې پرې اچولي وه، اوس وخت راغلی، چې هرڅه باید تر حساب تېر شي، د انې او ټکې حساب له هر چا سره وشي.

پنځم، شپږم او اووم حقیقت د لاندې پوښتنو دروازه پرانیزي:

۱ـ د جګړې پر مهال د امنیت امیر ولي ناهور ته تښتېدلی او تر نیمایې زیات پرسونل یې له ځان سره بوولي؟ معامله یې کړي او که بې زړه دی؟ دواړه باید په ګوته شي او حساب ورسره وشي.

۲ـ هغه جګړه، چې باید اردو کړي وای، ولي یواځې پولیسو ته پاتې وه؟

۳ـ اردو ته ولي د جګړې امر نه و ورکړ شوی؟

۴ـ ملي اردو چې یو ټول منلی ارزښت دی، لوړ پوړې چارواکې ولي د ولس تر منځ پر دې ارزښت د بې باورۍ فضا را منځ ته کوي؟

۵ـ د ښار ځینې پوستې او سیمې چا او ولي له مقاومته پرته پرېیښي؟

۶ـ د غزني له ولسونو او ولسوالیو سره حکومت ولي د مور او میرې چلن کوي؟

اتم حقیقت:

د غزني د ښار اوسیدونکو جګړه د سر په سترګو ولیده او د نورو ولایتونو اوسیدونکو د رسنیو له لارې وڅارله، چې جګړې په سلګونو مړي، سوځیدلي ودانی او دفترونه، لنډه دا چې توره تیاره او وحشت یې تر شا پرېښوو.

معلومه خبره ده، چې یوه مقدسه جګړه/ جهاد د دې لپاره نه وي، چې بشریت او انسانیت دې تباه شي؛ بلکې د بشریت او انسانیت ژرغورنې لپاره وي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړې داسې انساني او بشري معیارونه درلودل، چې عام وګړي، سپینږیري، ماشومان، ښځې، خادمان، راهبان پکې نه وژل کېدل، جګړه یواځې له جګړه مارو سره وه، تخریبي اړخ یې نه درلود، جګړه مار که به ماشومان وو، هم نه یې وژل، ان چې د دښمن باغونه، ونې او کورونه یې هم نه تخریبول، د موته د غزا لښکر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم وصیت دا وو: « … ولا تقطعن شجرة ولا تعقرن نخلاً ولا تهدموا بیتاً» (ونې یې مه پرېکوئ، کجورې مه را وباسئ او کورونه مه ړنګوئ). سنن الکبری: باب ترک قتل من لا قتال فیه من الرهبان، ۹/۱۵۴.

ابن القیم رحمه الله وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپله دا چاره سر ته رسوله، د ښځو او ماشومانو د وژنې مخنیوی یې کاوه.ابن القیم: زاد المعاد ۳/۹۰.

له رباح بن ربیع رضي الله عنه څخه روایت دی، وایې: موږ په یوه غزا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګري وو، خلک یې ولیدل، چې پر یوه شي را ټول دي، یو سړی یې ور ولېږه او ورته ویې ویل: «انظر علا م اجتمع هؤلاء؟» (ته وګوره، دا په څه را ټول دي؟ّ) راغی او ویې ویل: پر یوه مړه ښځه. ویې فرمایل: «ماکانت هذه لتقاتل» (دې خو جګړه نه کوله) رواي وایې: خالد بن ولید د لښکر تر مخه وو، یو سړی یې ور ولېږه او ورته ویې فرمایل: «قل لخالد، لایقتلن امرأة ولا عسیفا» خالد ته ووایه، چې دی دي هیڅکله ښځه او مزدور نه وژني. سنن ابی داود: باب فی قتل النساء، ۳/۵۳.

د اصول فقه علماء وایې، چې جهاد خپله/ بذاته غوره کار نه دی، ځکه انسانان پکې وژل کېږي او ابادي په له منځه ځي… خو غوره والی یې له دې امله دی، چې اسلامي نظام او اسلامي شریعت پلی شي او د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی نظام حاکم شي؛ نو تاسې ووایاست، څوک چې ښار سوځوي، دفتر او تعمیر ورانوي، هغوی د دې لپاره نه دي راغلی، چې لیږ تر لیږه په ښار کې و اوسېږي، د اسلامي شریعت او نظام پلی کول خو آخوا پرېږده

اوس له طالبانو پوښتنه وکړئ، چې جګړه یې په کوم دیني معیار برابره وه؟

کوم شریعت ورته اجازه ورکړي وه؟

د کومې موخي او هدف لپاره یې دا جګړه وکړه؟

څه یې تر لاسه کړل؟

د غزني ښاریانو ته یې څه ورکړل؟

کوم اسلامي شریعت او نظام یې پلی کړ؟

پای.