پنجشنبه , 25 اپریل 2024

غـــــزل

دوست مــی خوښیږی د دوســــتانو می فالنه زده ده

مینه مــی زده ده او د مینی مـــی ســـتایـــنه زده ده

 

ڪـه دی تعبیر تـه ضــــــرورت وو بس تـرما به راځې

ټـولـه قیصه مـی لـه ســـــــــــحرا نـه تـر ګلشنه زده ده

 

چـی زړه مـی غــــواړی او هغه بې سته نه رادرومی

هغه ڪـــــسانـو تـه مـی هـم شخصـی بـلـنـه زده ده

 

تـــرینه پــــناه نـه وړم پــــه مینه دی یـــم تل مبتلا

دا پـــناه وړل او لـه غــمــونــو مـی ژغورنـه زده ده

 

ګیله ترې نڪړم چی هر څو می پر زړه درد راڪوی

ڪـــنې ویـــــنا مـی لـه روئــیباره ګیلــمنـــه زده ده

 

اغیاره نـه غواړم چی ستا ســره دوستی اعلان کړم

تـاتـه معلومه ده چــی ښــه مـی جوړجاړنــه زده ده

 

ستا خپلە *افغانۍ* یم زوروې مـــی یاره ولی؟ ولی؟

تـــرتـا مــی ښــــه د زړه جــنابـــه زورونـــه زده ده

نبیله افغانۍ