پنجشنبه , 25 اپریل 2024

غــــــــزل

د قـلـــم ژبه قـلـــم ده کـــــه پــوهـــــــیږې

دا دچــــــــــاپه وینو رنګ ده که پـوهېږې

د قـلـــم په ژبه پـــــوه شــه اې افـغــــــانه

دا ویـنـا دې کــــــړه دخـــپله لاســه ورانه

لاس دې راکــــــړه ما پیغــام درته راوړی

دا قــبول کـــړه زمــا ســــتره قهــرمــــانه

خــدای لپاره قـلـــم واخـله ټــوپک پـریږده

ســـوال زاري درته کــومـــــــــه قهـرمانه

زه سیلاب به لاس په کار شم که جوړیږي

اې زمــــا ورانه ویجــــــاړ افــغــانســتانه

لیکوال : اخترګل سیلاب