غني: مخکې سلګونه ميليارده ډالر افغانستان ته راغلل، خو د څو تنو جيب ته ولاړل

نوید احمد بارکزی

ولسمشر هرات ته د سفر پر مهال له فساد سره پر مبارزې او په طبيعي زېرمو پر کار د ټينګار ترڅنګ وايي، دهغو رييسانو بستونه به اعلان ته ورکړل شي چې تر پنځو کلونو ډېر يې په يوه بست کې کار کړى وي.

د ولسمشر ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هرات ته په سفر کې د دغه ولایت له مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

سرچينه ليکي چې په دې کتنه کې لومړی عزیز نادم، احمد اصف کبیر، نجیب الله محبي، محمدشاه رادمل د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د سولې، معیاري روغتون جوړولو، هرات پوهنتون د انکشاف، ولسي جرګې ټاکنو کې د خلکو د پاکو رایو د خوندیتوب، محلي اداره کې د مشارکت، د سلما بند ساتنې، مراقبت او امنیت ته د پاملرنې، د اوبو د مدیریت، د هرات ښار د ماسټر پلان، د کرخ او پښتون زرغون ولسوالیو د سړکونو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي چې هغوی هرات ته د ولسمشر د پاملرنې او اته ځله سفرونو مننه وکړه او د سولې بهیر او بنسټيزو پروژو لکه ټاپي او لاجورد لارې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

سرچينه زياتوي چې ولسمشر غني وویل چې د حکومت تمرکز پر بنسټيزو چارو او د افغانستان پر ځان بسیاینې دی.

د ولسمشر په وينا، هرات د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره له لوړ ظرفیت څخه برخمن دی او د لاجورد لارې پرانیستې او اورګاډي کرښې ته د لاسرسي سره فرصتونه زیاتيږي.

غني ويلي چې راتلونکو شپږو میاشتو کې به د هرات د برېښنا ستونزه حل شي او پر هرات سربېره فراه به هم له برېښنا څخه برخمنه شي.

ده د سړکونو جوړول د حکومت له پروګرامونو ياد کړل او ويې ويل چې د هرات د پښتون زرغون او کرخ په ګډون د څلورو ولسوالیو سړکونه به ژر تدارکاتو ته واستول شي.

غني په دې کتنه کې ويلي:”ټول هغه رئیسان چې له پنځو کلونو زیات وخت یې په یوه بست کې دنده ترسره کړې، د هغوی بستونه به اعلان ته ځي او ټولو ته به د عادلانه سیالۍ فرصت برابرېږي.”

جمهوررئیس په پای کې ویلی:” پخوا میلیاردونه ډالر افغانستان ته راغلل، اما د څو کسانو جیبونو ته لاړل، اوس د دې وخت دی چې د فساد پر وړاندې ودرېږو او پر خپلو طبیعي منابعو تمرکز وکړو.”