پنجشنبه , 18 اپریل 2024

غواړئ د غاښ درد مو په یوه دقیقه کې ارام شي؟

لیکوال: ډاکتر فاروق

پخوانی متل دی چې وايي، په غاښ دې خدای مه دردوه چې غوښه نه لري او د سینې له درده دې خدای ساته چې هډوکی نه لري.

دا اندازه هغه چاته ګیږي چې د غاښ درد یې تېر کړی وي، چې تر ټولو سخت او زورونوکی دی، د غاښ درد بله ستونزه داده چې په بې وخته وخت کې رامنځته کیږي.

مخکې له دې چې ډاکټر پیدا کړئ او د درد چاره مو وکړئ، لاندې سخې وازمویئ!

جوش اوبه او مالګه

يوه پياله کې جوش/ګرمې اوبه واچوئ، نیمه کاشوغه مالګه په کې ګډه کړئ، او خوله پرې څو ځله کنګال کړئ، دغه نسخه د درد ترڅنګ د غاښ پړسوب ښه کولو کې هم مرسته کوي.

لونګ او تېل یې

لونګ له پخوا راهیسې د غاښ درد لپاره استعمالیږي، لامل یې دادی چې دا قدرتي مصالحه ده، یوه دانه لونګ به راوخلئ او په هغه غاښ به یې وژویئ، او یا د لونګ دانې داسې میده کړئ لکه پوډر، د کوپرې تېل ورسره یوځای کړئ، بیا یې ګډ کړئ او د چکک په وسیله یې پر دردونکي غاښ واچوئ، همدا ډول د غاښ درد لپاره د لونګ تېل هم ګټور ثابتیږي، په دردونکي غاښ دوه څاڅکي واچوئ.

هوګه

هوګه مکروب کشوي، کله چې هوګه په کوم ځای کیږدئ له هغه ځایه مکروب او جراثیم کش کوي، چې ورسره درد ارامیږي، ددې لپاره هوګه دوه ځایه کړئ او د مسواک په څېر یې پر هغه ځای ومښئ، او یا یې په هماغه غاښ وژویئ، دغه کار تر هغې ترسره کړئ تر څو درد ختم شي.

امرود پاڼې

د امردو ونې پاڼې هم مکروب کش کوي، دا نه یوازې د غاښ درد کموي بلکې د خولې ټپ او د وریو پړسوب ښه کولو کې هم مرسته کوي، داسې وکړئ چې د امرود دوه پاڼې راواخلئ او پر دردونکي غاښ یې وژویئ تر څو درد ارام شي، او یا هم یو څو پاڼې په اوبو کې جوش کړئ، دغو اوبو کې سمندري مالګه ګډه کړئ او بیا پرې خوله کنګال کړئ.

خام پیاز

په پیازو کې هم مکروب کش کیمیاوي مواد شتون لري، چې د هغو شیانو مخنیوی کوي چې بدن کې د انفیکشن جوړولو لامل کیږي، ددې لپاره د پیاز یوه ټوکړه راواخلئ او په دردونکي غاښ یې وژویئ، که چیرې له ډېر درد څخه ژوول شونې نه وو، بیا یوه برخه پیاز په هماغه غاښ کلک ونیسئ او یا یې ومښئ!

واوره/یخ

د یخ یا واورې وړه ټوکړه راواخلئ، یوه ټوټه کې يې تاو کړئ، او پر غاښ یې پنځلس دقیقو لپاره مسلسل کیږدئ، تر دې چې د غاښ اعصاب مړه شي، ویل کیږي چې د غاښ درد پر وخت په یخ باندې خپلې ګوتې ښې یخې کړئ، دا دماغ ته یخوالی رسوي چې له هغې ځایه د غاښ درد ارامیږي.