غوسه او د هغې زیانونه

غوسه یو فطري شي دی، چې په ځینو کسانو کې لږه او په ځینو کې بیا ډیره تر سترګو کيږي، خو د غوسي عادت شخص په ټولنه کې په اروایې بدني او ټولنیزو حالاتو کې ډېر سپکوي او خوږ ژوند تریخوي.

غوسه څه شی ده؟

غوسه په ټولنه کې ډېرې ژورې او وېرونکي پښیي رامنځته کولاي شي.

غوسه په زړه کې د پیدا کېدونکي بیولوژیکي بدلونونو له کبله د بدن وینه ګړندۍ کوي، چې د دې عمل لپاره د زړه حرکتونه ډېرېږي او د شخص د پوستکي د رګونو کې وینه باندې ډېر فشار وادېږي، څوک چې ډېر غوسه شي د هغه د مخ او سترګې سرې کېږي او په عصبي سیستم یې واک له مېنځه ځي. چې بیا ورته د خپلو کړنو او فعالیتونو پته نه لګیږي؛ چې هغه څه کوي خو پایله یې د یو لوي جنایت پرته بل څه نه راووزي.

دا یوه منل شوی خبره ده، چې غوسه ناک خلک نه یوازې د اروایې او بدنې ستونزو او نارغیو ښکار وي؛ بلکې شخص په ټولنه کې هم د یوه بد او کم شخصیته انسان په توګه خلکو ته ورپېژني چې د ژوند له ترخه حقیقت سره یې مخ کوي.

په یاد ولرئ چې غوسه یوه منفي وېره او هیجان دی، چې په شخص کې د خندا یا ژړا په شان ایراوونکې څرنګوالي رامنځته کوي.

د ارواپوهني له نظره غوسه د محرومۍ هغه غیر نورمال غبرګون دی چې د شخص لخوا په ځینو حالاتو کې څرګندیږي یا که څوک د یو چا په ازاد او حقیقي عمل بندیز ولګوي نو شونې ده چې په چا بندیړ لېګدلي وی هغه غوسې په بڼه د ځایه غبرګون ښکاره کوي.

د غوسي زیانونه

په غوسې سره زمونږ اروایې او بدنې روغتیا په ډېره کچه زیانمنېږي ځیني په لاندې ډول یادوو.

۱ – د غوسې په حالت کې د انسان په ذهن او اعصابو فشار راځي چې عصبانیت هم ورته ویل کیږي.

۲ – د غوسې له امله د شخص جذبات ډېریږي، یانې غوسه د انسان جذباتې توازن خرابوي چې په پایله کې کړه وړه دنده او نور ورځني فعالیتونه په ناوړه توګه اغېزمنېږي.

۳ – غوسه انسان د نورمال حالت څخه باسي او په شخص کې د یو ډول کشش لامل کېږي چې دېته نانورمال حالت وایې.

۴ – غوسه د انسان په ټولنیز ژوند کې بیلابیلې ستونزې رامنځته کوي غوسه ناک خلک د خپلو مېلمنو ملګرو او ان د کورنۍ له غړو سره په ناوړه چلند لاس پورې کوي چې دا عمل د هغه په بدلونونه راوستلاي شي چې له کبله یې نه یوازې شخصیت ته زیان یا صدمه رسوي بلکې په ټولنزو مسایلو کې هم له ډېرو کړاوونو او ستونزو سره مخ کېږي.

۵ – غوسه ناک خلک په ټولنیز ډول په ژوند کې د محرمیت بې ارزښتي ناډاډمنتیا ښکاروي، دوي بې زړه هم وي او حالاتو د مقابلي او له ستونزو سره مبارزې توان او وړتیا یې د لاسه ورکړې وي.

دوی دانه شي درک کولاي، چې څه ډول د ورپېښو ستونزو مقابله وکړي او د کومو اصولو په رڼا کې ژوند تېر کړي.

۶ – د غوسه ناکو خلکو ذهن او دماغ له ناوړه او منفي فکرونه ډک وي، دوی هیڅکله د مثبت فکر کولو لوري ته تمایل نه لري او همېشه یې اروا ناوړه افکارو او اخیالاتو را ایساره کړې وي، چې په پایله کې داسې پریکړې کولو ته اړ کېږي چې پایلې یې خورا زیانمنې او وېرونکي وي.

۷ – په غوسه  کولو سره انسان د وینې فشار لوړېږي او کابو ټول غوسه ناک کسان له دې ستونزې سره مخ وي، غوسه د شخص هضمي سیستم اغېزمنوي او داسي کسان ډېر د معدې په ټپونو د هضم کولو ستونزې یې اشتهایۍ دوامدار قبضیت او نورو اخته کېدلای شي.

غوسه عصبي سیستم اغېزمنوي چې د سرخوږي نیم سېری د زړه او اعصابو د سستوالي لامل ګرځي.

غوسه ناک کسان په ډېره کچه د اروایې ستونزو ښکار وي، چې ژور خپګان، وېره، ذهني او اروايې، فشارونه او خپګانونه یې غوره بېلګې دي.

ژباړه: سلیمي نړیوال