فاریاب کې د جمعیت ګوند قومندان له دریو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوید بیدار رسنیو ته ویلي چې، غلام فاروق قاطع تیره شپه یوه بجه ددې ولایت د المار ولسوالۍ په شیرینک سیمه کې د وسلوالو طالبانو په حمله کې وژل شوی.

د بیدار په خبره نوموړی په داسي مهال وژل شوی چې، غوښتل په یاده سیمه کې د افغان سرتیرو د مرستي لپاره ورشي چې طالبانو پرې حمله کړې او د خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی.

وسلوالو طالبان لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

صفت الله محبت