پنجشنبه , 28 مارچ 2024

فاریاب کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مهم غړی نیول شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نن سې شنبه له غرمې مخکې د فاریاب ولایت له ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د میمنې ښار په امام صاحب سیمه کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیولی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد کس “قاري محمد نادم” نومېږي او د څه باندې یو کال راهیسې یې په فاریاب کې دولت ضد استخباراتي چارې پر مخ وړې او اوس یې خپل جرم هم منلی دی.

له نوموړي څخه یو میل کلاشینکوف، دوه میله تفنګچې او یو شمېر نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.