فرهنګ څه ته وایې؟ ۲۱ ټکي چې فرهنګ تعریفولی شي.

لیکوال: جاوید حیدرزی

راځئ چې خپل ځان او راتلونکي نسل له پاره داسې فرهنګي کړنې تر سره کړو تر څو د نړۍ د یو فرهنګ لرونکي هېواد او ټولنې په توګه یاد شو او خپل ټولو کړنو او اصولو ته ټینګه پاملرنه وکړو، د فرهنګي کیدو له پاره لنډه لاره، د علم او معرفت تر لاسه کول، مطالعه او کورنۍ تربیه بنسټیز رول لري.

دلته ځینې کړنې د فرهنګ د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوی شو. په دې لیکنه کې ټولې فرهنګي کړنې ندي نغښتې، کیدی شي تاسو یې هم پکې ور زیاتې کړئ.

۱. فرهنګ یعنی، د چا له اجازې پرته د هغوی انځور یا فلم نه اخستل.

۲. فرهنګ یعني، په ټولنیزو شبکو کې د مقابل لوري درناوی کول او له بدو خبرو ډډه کول.

۳.فرهنګ یعنی، کله چې په یوه موضوع نه پوهیږئ باید له ځان څخه جامع الاکمالات جوړ نکړئ او د مقابل لوري نظر ته درناوی وکړئ.

۴. فرهنګ یعنی، د چا معاش او میاشتني حقوق په تاسو پورې اړه نه لري، او له یو کس څخه د هغه د معاش په اړه پوښتل عیب دی او دا کار مه تر سره کوئ.

۵.فرهنګ یعنی، کله چې یو څوک به موبایل کی کوم انځور یا بل شی در ښکاروي؛ نو د هغوي نور عکسونه او فایلونه نه کتل.

۶.فرهنګ یعنی، د چا په لهجه پورې نه خندل.

۷. فرهنګ یعنی، چې ځان ته اجازه ورنکړئ تر څو د نورو په شخصیت کې خبرې وکړئ او د هغوی په ویښتانو، جامو، چاغوالي او ډنګرتوب نېوکه وکړې.

۸. فرهنګ یعنی، کله چې د یو چا له کور څخه بهر کیږئ؛ نو د هغوی غیبت ونکړئ.

۹. فرهنګ یعنی، کله چې نوي ملګري پیدا کړئ پخواني ملګري هیر نکړئ.

۱۰.فرهنګ یعنی، کثافات او نور مواد له موتر څخه سرک یا کوڅې ته ګوزار نکړئ.

۱۱.فرهنګ یعنی، د خپل کور له بام او یا ورسۍ څخه د ګاونډی کور ته نه کتل او د هغوی تګ راتګ نه څارل.

۱۲.فرهنګ یعنی، کله چې یو چا ډالۍ درکړه؛ نو د هغې د بیې پوښتنه نکول.

۱۳.فرهنګ یعنی، د ترافیکي اصولو او اشارو څخه سرغړونه کول زموږ هوښیاری نده، ناوخته رسیدل تر نا رسیدلو ښه دي.

۱۴.فرهنګ یعنی، د یو چا په شخصي کړنو او اموراتو کې مداخله نکول.

۱۵.فرهنګ یعنی، له شیطانت او بې معنا خبرو څخه ډډه کول.

۱۶.فرهنګ یعنی، د مشرانو درناوی کول او له ماشومانو سره ښه رویه کول او په هغوی شفقت کول.

۱۷.فرهنګ یعنی، هیڅ وخت له بل انسان څخه ځان لوی نه ښودل او په خپلو لوړو زده کړو ځان نه ښودل.

۱۸. فرهنګ یعنی، د بحث او مجلس په وخت کې د نورو نظریاتو ته درناوی کول او د هغوی خبر نه پرې کول او په نوبت خبرې کول.

۱۹فرهنګ یعنی، د نورو کسانو خبرو ته په مینه غوږ ایښودل حتی که ماشوم هم وي.

۲۰.فرهنګ یعني، له ملګرو، کورنۍ او خلکو سره د ناستې په وخت کې نزاکتونه رعایتول.

۲۱.فرهنګ یعنې، د کور، موتر، ځان، سرک، کوڅې او دفتر پاکوالی ته پاملرنه او د هغه مراعات کول.