سه شنبه , 23 اپریل 2024

فوټبال: د یوروګوای او پیرو ترمنځ لوبه ۱-۱ مساوي شوه

د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د یورګوای او پیرو ترمنځ لوبه کې د لوبې په ۳۴مه دقیقه کې پیرو لوبډلې ته ګونزالیز ګول وکړ او لومړۍ نیمایي د پیرو په ګټه وه.

د دویمې نیمایي په ۸۰یمه دقیقه کې یوروګوای ته نونیز ګول وکړ او لوبه یو په یو مساوي شوه.

یوروګوای لوبډلې په وروستیو شپږ لوبو کې تر اوسه ماتې نه ده خوړلې، درې یې ګټلي او درې یې بایللي دي.

خو پیرو لوبډلې په خپلو وروستیو شپږ لوبو کې درې بایللي، دوه یې ګټلي او یوه یې مساوي شوې ده.