پنجشنبه , 25 اپریل 2024

فوټبال: فرانسه د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړۍ جام سیالیو اتله شوه

د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړۍ وال جام سیالۍ په روسیه کې ترسره شوې، چې د ۳۲ هیوادونو لوبډلو پکې ګډون کړی وو.

د دې سیالیو پای لوبې ته د فرانسې او کروشیا لوبډلو لار ومندله.

پای لوبه یې د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کې ترسره شوه، فرانسې کروشیا ته څلور د دوه مقابل کې ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ کال نړۍ وال جام اتلولي یې وګټله.

فرانسې لوبډلې د لوبې په ۱۸مه، ۳۸مه، ۵۹مه او ۶۵مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

کروشیا لوبډلې خپل لومړی ګول ۲۸مه او ۶۹مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل.

په همدې ترتیب لوبه څلور د دوه ګولونو مقابل کې د فرانسې په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

د فیفا ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ له ۱۹۳۰ کال راهیسې پیل شوي او هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي.

د فوټبال په تاریخ کې دا لومړی ځل وو، چې کروشیا لوبډله تر پای لوبې ولاړه.

دا د فرانسې لوبډلې دویم ځل شو، چې د نړۍ وال جام اتلولي ګټي، له دې وړاندې یې په ۱۹۹۸ کال کې برازیل ته د درې د صفر ماتې ورکولو سره نړۍ وال جام ګټلی وو.

خبریال: نصرت الله عمرزی