د روسیې په کوربه توب د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کې تېره شپه درې لوبې ترسره شوې، چې لومړۍ لوبه یې د آسترالیا او ډنمارک ترمنځ یو په یو مساوي شوه.
دویمه لوبه کې فرانسې لوبډلې پیرو ته یو د صفر مقابل کې ماتې ورکړه.
د فرانسې لپاره یواځنی ګول د لوبې په ۳۴مه دقیقه کې لوتین ووهلو.
او په دریمه لوبه کې بیا کورشیا لوبډلې ارجنټاین ته درې د صفر مقابل کې ماتې ورکړه.
لومړی ګول ریبیک په ۵۳مه دویم ګول مودریک په ۸۰یمه او دریم ګول راکتیک په ۱+۹۰ دقیقه کې وکړ.
دې لوبه کې ارجنټاین لوبډله په کوم ګول کولو بریالۍ نه شوه.
د دې سیالیو په لړ کې نن جمعه هم درې لوبې ترسره کیږي، چې لومړۍ لوبه یې د برازیل او کاستاریکا دویمه لوبه یې د نایجریا او آیسلنډ او دریمه لوبه یې د سربیا او سویزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
نصرت الله عمرزی