فيسبوک او کاپي

لیکنه: نورالله غازي يار

زه په فیسبوک کې د ډیریو ځوانانو پوسټونه وینم، چې له کوم ځای نه به یې راخیستي وي، لیکوال به یې هم ښه پیژني؛ مګر بیا به یې هم لاندې ورته (کاپي) لیکلي وي. نه پوهېږم دا کاپي لومړۍ چا دود کړه؟ فیسبوک هم داسې یو څای شو، چې یو لسو کسانو یوه خبره ولیکله، نو ټول بیا همغه خبره په یو او بل ډول تکراروي او شخد پرې وهي.

د کاپي ليکل یوازې دا جوته وي چې دا لیکل د بل چا دي، مګر تا رسا د دې لیک تر تخلیقکاره نه شي رسولی.

که چېرې د کومې لیکنې لیکونکی او پوسټ کوونکی درته مالوم وي، ته بیا هم کاپي لیکې، نو دا ستا په زړه کې د یو ډول پټې رخې ښکارندویي کوي، یانې ستا تولید کاروم، خو د جوړ شوي(Made in) ځای همداسې ګونګ پریږدم. چې دا د یو چا د حق پایمالول دي، په فیسبوک کې باید د هغه چا احترام وشي او تشویق شي، چې خبره یې عالمانه او ښایسته وي… چې له یوې خوا به هغه کس له دې نه هم ښۀ او ښایسته ولیکي او له بلې خوا به مو یو ښه مینه ناک او پاک دود هم رامنځته کړی وي.

تۀ د بل چا خبره په هیڅ ډول نشې پټولی، ځکه چې ملګري ستا د لیکلو سبک او د کلیمو له ترکیب سره یو څه بلد شوي دي، هغه چې په ناڅاپي ډول له بېل سبک او عجيبه کلیمو و جملو سره مخامخ شي، نو هرو مرو یې شک  پیدا کېږي او کیدای شي، پلټنه وکړي، هغه لیکنه بل ځای پیدا کړي، چې دا به ستا پر شخصيت(چې په فیسبوک کې یې ښيې) ښه تمامه نشي.

له ما سره ځیني داسې کسان هم ملګري دي، چې ډېرې اوږدې او کله کله ښې ليکنې خپروي، خو چې کله مې د دوی کمینټونو ته پام شي، له لیکنې سره یې ځمکه و اسمان فرق وي، نو دې ته مجبور شم چې پلټنه یې وکړم، په پايله کې یې ليکنه يا له کومې ویبپاڼې نه کاپي کړي وي او یا هم له کومې فیسبوکپاڼې نه، له بده مرغه به ووایو چې نه یې د هغې ویبپاڼې او پاڼې یادونه کړي وي او نه یې د ليکوال نوم ورته لیکلی وي، دی یوازې د ملکرو کمینټونو ته خوشال وي چې ورته ورته لیکلي: (په قلم دې برکت شه…. ماشاءالله….).

که چېرې دې د چا پوسټ خوښ شو او ودې غوښتل چې کاپي یې کړې او په خپلو ملګرو یې هم ولوروې؛ نو د لیکنې لاندې د هغه نوم ولیکه. یا یې په سر کې یادونه وکړه،  لکه: استاد غضنفر څه ښه وایي:………

او یا هم دې ته ورته د لیکوال او پوسټ کوونکې یادونه وکړه ……

زه یو ځل بیا یادونه کوم، چې ته د چا یوه کوچنۍ لیکنه هم د ځان په نامه نشې کولی، ځکه چې خلک ستا له فکر، املا، د لیک له بڼې او سبک سره بلد شوي دی، ته دې خپلو لایکرانو او هغو کسانو ته مه خوشالیږه، چې درته لیکي په قلم دې برکت شه…..، په دې فیسبوک کې له تا سره داسې ملګري هم شته، چې نه ستا ليکنه لایک کوي او نه کمینټ کوي، خو لیکنه دې ګورې او په حماقت دې خاندي.

راځئ فیسبوک سم وکاروو، له نفرته لرې واوسو، هڅه وکړو چې د میني پر مهینو مزو زړونه سره وتړو، عالم ته د عالم په سترګه وګورو او د جاهل پوهولو هڅه وکړو. د یو بل درناوی وکړو، د دې پر ځای چې د نورو ليکنې کاپي کړو، راځئ له همغو لیکنو او ویناوو نه لږ لږ څه راواخلو او د خپل رنځور فکر درملنه پرې وکړو. موږ خو د خپل حقيقي نړۍ نه د فیسبوک مجازي نړۍ ته کوم غوره څه ونه ليږدول،  راځئ له مجازي نړۍ نه حقیقي نړۍ ته یو څه راواخلو. خو که موږ لکه د حقيقي نړۍ فیسبوک کې هم مفسدین واوسو، دا نو بیا لویه بدبختي ده،  له پښتنو لوستو کسانو نه غواړم، چې د فیسبوک لمن له پوهې، عقلانیت، مینې، یووالې او سپيڅلتيا نه ډکه کړي،  په تنګو سرونو کې لنډو فکرونو ته د پرواز کولو زمینه برابره کړي، تر څو له خپل واړه ځان نه پرته لوی جهان هم وویني.

پای