چهارشنبه , 24 اپریل 2024

فکري ځواک مو په مثبت لوري وکاروئ!

مثبت فکر کول په دې مانا چې هرڅه ته دیوې هیله مندۍ له اړخه کتل دي او مثبت فکر موږ سره مرسته کوي، څو خپل وړتیاوې او استعدادونه پکار واچو اوخپل ټاکلي هدف ته ورسیږو. دمثبت فکر څخه موږ له ستونزو سره دمخ کیدو پرمهال خپل احساسات مهار کولی شو او موږ ته دخوښۍ او خوشحالۍ احساس راکولی شي.

مثبت فکرکول دانسان دپلټنې هغه حس ګڼلی شو، چې د ودې، غښتلتوب او دپرمختګ کړنې په انسانانو کې زیږوي، خو چې فکرونه مثبت لیدلوري ولري او که چیرته منفي تفکر په انسانانو کې رامنځته شي، کیدای شي، چې ډيري وګړي له ستونزو سره مخ کړي، ځیني افغانان دمثبت فکر څخه منفي فکرو ته ډیر ارزښت ورکوي، چې یو لامل يې په هیواد کې دکرغیړنې جګړې اغیزې دي، چې په کوچنیتوب کې ورسره ولسونه روږدې شوي او کله چې په ځوانۍ پل ایښې، نو ورسره جوخت منفي کړنې هم وده کړي او له دې کړنو سره يې عادت اخیستي دي.

منفي فکرونه دانسان دپرمختګ خنډ ګرزي، بهتره ده، چې دمنفي فکر څخه مخنیوی وشي او مثبت فکر ته ارزښت قایل شي، که دیوکار کیدو امکان لس سلنه هم وي ، سړی باید ناراحته نشي او هڅې په دې پیل کړي، چې دغه کار سل په سلو کې کیدونکې ده.

نوکه چیرته هغه کار هم ونشي، د مثبتو انګیرنو په اساس یو هدف لپاره انسان سل نور هدفونه ټاکلي شي او ځان سره به ډیر هدفونه ولري او خامخا به دیو هدف لاسته راوړلو پایله وویني.

دمنفي فکرونو پایلې ناوړي دي، ځکه انسان ته ډول ډول تشویشونه پیدا کوي او د خوځښت مخنیوی يې کوي، چې نه دا یو ډول عمل؛ بلکې له دې سره روحي او فکري ناورغۍ دپیدا کیدو سبب ګرزي، تل به دانسان د ژوند چارې ګواښي.

انسان ته پکار ده، چې د ژوند په هراړخیزو چارو کې هڅې پیل کړي، څو خپل اهداف وټاکي، د ژوند له ستونزو سره مبارزه کول دبریالیتوبونو لوړو پوړیو ته رسیدل دي او انسان ته هیلې او امیدونه وربښي.

د ژوندانه په چارو کې زیار ایستل انسان له ګړنګونو څخه ژغوري اوپه دې لټه کې وي، څو دښه ژوند په جوړولو له نورو خلکو مخکښ وواسي.

انسان خپلې راتلونکي هیلې ته خوښ وواسي، هیلې دې څرګندې کړي او په عملي ډول يې وآزمايي، نه داچې ووایي، خدای مهربان دی. بلکل الله (ج) مهربان ذات دی، خو چې موږ له خپل ځایه ونه لټو، آیا چیرته مو لیدلي، چې تیارې ډوډۍ ځوړندې وي. الله ویلي، چې حرکت وکړه، په کار کې دې زه برکت اچوم.

دنړۍ پرمختګونه دانسان دپوهې او عقل په واسطه ترسره شوي، نو موږ باید چې خپل پوهه او استعدادونه پکار واچو، څو هیوادوالو ته نوښتونه په ډاګه او هغوی بیا وکولای شي، ورڅخه ګټه واخلي.

دهرڅه په اختراع او جوړولو کې فکر ته اړتیا شته، چې څنګه یو شي، جوړ کړو، که پیل يې ګران دی، نو لاسته راوړنې له ځانه لري.

په پښتو کې یو متل دی، چې وايي: دمړ زمري څخه ګرځنده کیدړه هم ښه ده. دمتل مفهوم پدې مانا چې هرانسان ته خدای (ج) روغ بدن او صورت ورکړې، خو داچې ددې ستر نعمت څخه په سم ډول کار نشي اخیستی ، دا ددې بیغوري ده، نو دداسې انسان له شتون څخه دصحرا کاڼې غوره دي.

خو په آخرت کې خدای(ج) له انسان څخه به هم وپوښتي، چې ما تاته دومره ځواکمنتیا او قدرت درکړی ؤ، نو هغه دې ولې په کار او دخلکو دچوپړ لپاره ونه کارول . نو بهتره داده، چې فکرونه مو په منظم ډول په رغنیزو، جوړنیزو او پوهنیزو برخو کې پکار واچول شي، څو دمنفي لید لورو څخه ډډه وشي او دبدبختیۍ زانګو نور په خپلو لاسو ونه زنګوو، بس چې دا څلويښت کاله پرموږ بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو ډول ډول نخرې وکړې، چې لاملونه يې زموږ په منځ کې داتحاد نشتون ؤ، ددې لپاره چې تل زموږ په میشته قومونو کې یوالي وي، نو اړینه ده، چې پریوبل داعتماد درلودومزې ټینګي کړو، یو بل سره داعتمادپه فضاء کې د ورورګلوي ترسیورې لاندې ژوند وکړو.

څو خپل فکرونه منسجم او دغلطو فکرو څخه ډډه وکړو. هلته بیا زموږ دیوالي سمبول خلکوته څرګندیږي، چې نور دچا خبرو پسې ونه ګرزو او نه هم موږ څوک غلطو لارو ته وهڅوي.

لازمه يې ګڼو، چې اصلاح او سمون له ځانه پیل اوبیا دغه لړۍ نورو ته وغځول شي، څو ټول ولسونه دفکرونو په جوړولو کې ګډه مبارزه او مثبت بدلون راشي او دې سره به موږ دبریا مزلې وهلي وي.

شیرمحمدامیني ستانکزی