پنجشنبه , 25 اپریل 2024

فکر او عمل همغږي کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د بریالیو خلکو یوه تر ټولو ښه ځانګړنه چې لري یې، ځان پېژندنه ده؛ ډېری کسان ډېرې ګډې وډې او پاشلې هیلې لري چې له بده مرغه ډېر کله خپلو دغو هيلو ته رسېدلای هم نه شي. هغه څوک چې نابغه جوړېږي او یا خپلو هیلو ته رسېږي، هغوی د ځان لپاره منظم پلان لري، موخې ته د رسېدو لپاره یې مهالوېش جوړ کړی وي او خپلې بریا ته د رسېدو لپاره د ورځني مهالوېش له مخې ځیني مهم او اړین کارونه ترسره کوي.
ستاسو اندونه، ستاسو شخصیت جوړوي؛ شخصیت مو له مرکزي هستې څخه عبارت دی. همدا ستاسو اندونه دي چې ستاسو شخصیت ور څخه جوړ شوی دی. تاسو چې هره کړنه ترسره کوئ، سپارښتنه یې ستاسو له افکار کېږي. څومره چې د لوړ شخصیت درلودونکي و اوسئ، په هماغه کچه به مو کارونه هم په لوړه سویه وي او بریا ته مو نږدې کوي.
ارسطو وایي، د انسان وروستۍ موخه، خوښۍ رسېدل دي، کله مو چې داخلي افکار له بېروني هغو سره همغږي شول، د خوښۍ لوړې درجې ته مو ځان رسولی دی.
کارونه مو د مهالوېش له مخې پر کتګوریو و وېشئ. لومړی هغه کارونه ترسره کړئ چې ډېر درته ارزښتناک دي.
اې ټي فرانسیس وایي، پیل مو د اړینو کارونو له ترسره کولو وکړئ، وروسته هغه کارونه ترسره کړئ چې ممکن ښکاري، په دې توګه به یو وخت متوجه شئ چې ناشوني کارونه مو ترسره کړي دي.