پنجشنبه , 18 اپریل 2024

فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنۍ ستاسو له شخصی معلوماتو سره څه کوی؟

د یوې وړې کیمرې لپاره مې په انټرنیټ کې لټون وکړو. د هرې کیمرې د تصویر سره د دې ځانګړنه او بیه هم لیکلی وو. دغه لټون ۱۵ مینټه و خو کله چې د خپل فیسبوک پاڼه مې پرانسته نو پرله پسې د کیمرو خرڅونکو پاڼې را ښکاره شوې. په ای- میل کې هم د کیمرې اشتهار راته په انتظار وو.

دا هر څه څنګه کېږی؟

په سوشل میډیا (ټولنیزو رسنیو) کې تاسو خپل ځان تر یو برید پټ ساتلې شئ. د بیلګی په توګه “فیسبوک” کې خپل دیوال نړولې شئ، چېټ او د ملګری پوسټ د لیدلو نه بندولې شئ، څوک د ملګرتیا نه ایستلې یا بلاک کولې شئ. فیسبوک هم درته د محرمیت (پرایوسی) ډاډ درکوی.

خو بیا هم هغه کمپنۍ ستاسو معلومات لیدلې شی چې فیسبوک ته پېسې ورکوی.

تر دې خو د فیسبوک چارې د زغملو وړ دی ځکه که څوک اشتهار یا اعلان کتل نه غواړی نو هغه په ځان بندولې شی.

اوس لویه ستونزه په فیسبوک کې داسې “اېپس” دی چې نه یواځې ستاسو د شخصیت تحلیل کوی، بلکه ستاسو او د ملګرو په اړه معلومات راټولوی. دا معلومات په راتلونکی کې په تاسو د اغیز لپاره کاروی. د بیلګې په توګه انتخاباتو کې یو کاندید درته د بل په پرتله غښتلې ښایی چې رای ورته ورکړئ.

په برطانیې کې د الیکټرونک میدیا سرپرسته اداره د یوې کمپنۍ، “کیمبرج اینالیټیکه” په اړه پلټنې کوی چې دوی څرنګه په امریکه کې د ۵۰ میلینو خلکو شخصی معلومات ترلاسه کړل او بیا دا یې د صدر ټرمپ د انتخاب لپاره وکارول. دغې کمپنۍ په پټه ځینو ملکونو کې د سیاسی ګوندونو نه پېسې اخستې چۍ د دوی مخالف بدنامه کړی او خلک ورله رای ورنکړی.

دغې کمپنۍ لکه د استخباراتو او کارکوونکی یې لکه د جاسوسانو کار کوو. د فیسبوک مشر د خپل ځان سپیناوی په دې وکړو چې هغه له دې نه و خبر. د کمپنۍ مشر وویل چې دوی هغه ۵۰ میلینه حسابونه پاک (ډیلیټ) کړی دی. خو اوس دغه بدنامۍ نورو ملکونو ته هم کډه کړې ده.

په فیسبوک د یو ملی یا سیاسی شخصیت په اړه لنډه ویډیو چې شل کاله پخوا دده چلن څنګه و، د پام وړ وی. خلک داسې ویډیوګانې لاس په لاس پخپلو پاڼو شریک کړی او هغه د چا خبره چې ” ریښتیا راځی نو دروغو کلی وران کړې وی.

لیکنه : صفیه حلیم