پنجشنبه , 25 اپریل 2024

فیسبوک د خبرونو پر ځای خبرې زیاتوي

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویب پاڼې فیسبوک اعلان کړی چې له ډیرې مودې وروسته دوی په مرکزي پاڼه یا نیوز فیډز news feed کې نوی او لوی بدلون راولي.

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ ویلي چې په دې وروستیو کې مونږ ته د خلکو څخه داسې غبرګونونه ترلاسه شوي چې د سوداګرۍ، برانډونو او رسنیو پر زیاتو پوسټونو د خلکو شخصي ژوند په اړه چې د اړیکو ټینګښت لامل کیدی شي پوسټونه ختم کړي.

مونږ اوس غواړو په نیوز فیډز کې د سوداګرۍ، شرکتونو او رسنیو خبرونه کم او پر ځای به یې د کورنۍ او ملګرو ترمنځ د خبرو اترو پوسټونو ته زیات اهمیت ورکړو.

نوموړي زیاته کړې، که څه هم دغه خبره د فیسبوک مینوالو لپاره په زړه پورې نه ده او شاید د فیسبوک شهرت هم کم کړي، خو بیا هم مونږ ډاډه یو چې په دې سره به خلک پر فیسبوک ګټور وخت تیروي، زوکربرګ زیاته کړه چې ددې په اړه پریکړه شوې او په راتلونکو څو اوونیو کې به نوي بدلونونه پلي شي.

فیسبوک له دې وړاندې هم په نیوز فیډز کې د سوداګرۍ، شرکتونو او رسنیو خبرونه کم کړي و خو نوي ګامونه به د دغو پوسټونو شمېر نور هم کم کړي.