پنجشنبه , 25 اپریل 2024

فیسبوک په تېرو ۳ میاشتو کې ۹ میلیارده ډالر ګټلي دي

فیسبوک د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې تر ۹ میلیارده ډېر ډالر ګټلي دي.

د فیسبوک کمپنۍ د معلوماتو له مخې دوی بریالي شوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې ۹،۳۲ میلیارده ډالر ګټلي دي. د معلوماتو له مخې ددغو پیسو ډېره برخه د تبلیغاتو له لارې تر لاسه شوې ده. د فیسبوک کمپنۍ خپاره کړي معلومات ښيي، چې دوی همدا اوس ۲،۰۱ ملیارد کسه کاروونکي لري او دغه شمېره ورځ تر بلې ډېرېږي. په راپور کې راغلي، چې دغه کسان لږ تر لږه یو ځل په ورځ کې آنلاین کېږي. په ورته وخت کې فیسبوک ویلي دوی کوښښ کوي پر تبلیغاتو او له دې درکه د پيسو پر ګټلو خپله اتکا کمه کړي.