قزاقستان اجازه ور کړه چې امریکا د دوی له دوو بندرونو استفاده وکړي

څه موده وړاندې د امریکا او قزاقستان تر منځ افغانستان ته د نظامي ا غیر نظامي توکو د انتقال په موخه یو پروتوکول لاسلیک شو چې له مخې یې قزاقستان به امریکایانو ته اجازه ور کوي چې د دوی له بندرونو استفاده وکړي.

اوس د دغه هیواد مشرانو جرګې هغه پروتوکول ته مثبت رایه ور کړې او تصویب کړی یې دی.

په دې سره به امریکا وکولی شي د اکتاو او کوریک بندرونو افغانستان ته د خپلو توکو په انتقال کې کار واخلي.

امریکا دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې په دا وروستیو کې یې له پاکستان سره اړیکې ترینګلي شوي دي.

تر دې وړاندې افغانستان ته د ایتلافي ځواکونو څیزونه د پاکستان له لارې انتقالیدل،خو په پاکستان کې داخلي کشمکشونه او له نړیوالو سره د دغه هیواد لفظي ناندرۍ د دې باعث شوي چې امریکا د بدیلې لارې په لټه کې شي.

تصویب شوی پروتوکول اوس د قزاقستان ولسمشر ته استول شوی تر څو د توشیح په موخه ورباندې لاسلیک وکړي.

جمشید ملکزی