پنجشنبه , 28 مارچ 2024

قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي تر منځ خبرې لا هم روانې دي .

په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي تر منځ د افغان سولې خبرې لا هم روانې دي؛ خو تر اوسه دواړو لورو د کوم پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو ویلي، د دوی او مریکا تر منځ پنځم پړاو مخامخ خبرې له نهو ورځو بحثونو وروسته د تیرې پنجشنبې په ورځ ودرول شوې او نن به بېرته د ناستې ځای ته سره را ټول شي.

طالبان ټینګار کوي، چې په دوحه کې ژور بحثونه روان دي او یوازې پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي، چې د امریکایي پوځیانو وتل او د بل چا پرضد د افغان خاورې نه کارول دي.

په تېرو لسو ورځو کې ټولې خبرې د تړلو دروازو تر شا شوي او دواړه خواوې پرته له دې چې رسنیو ته څه ووایي د خبرو له ځایه وتي دي.

امریکايي لوری هیله مند چې د طالبانو د باصلاحیته کسانو په حضور کې به پنځم پړاو دا خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.