پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لالیګا: اتلتیکو مادرېد، ریال وایډولیډ ته په ماتې ورکولو د جدول دویم مقام خپل کړ

د هسپانیه لالیګا لیګ مشهورو فوټبال سیالیو کې اتلتیکو مادرېد لوبډلې په ریا مادرېد درې ګولونه ووهل او لوبه یې ترې وګټله.

اتلتیکو مادرېد ته دوه ګولونه ګریزمان او یو ګول ورته کالینیک وکړ.

که څه هم دا لوبه دوه په دوه مساوي وه، خو په ۸۰یمه دقیقه کې د ګریزمان پنالتي ګول اتلتیکو مادرېد لوبډله بریا ته ورسوله.

ریال وایډولیډ ته کالیرو او نیګویز ګولونه وکړل.

دا لوبه درې د دوه په نتیجې سره د اتلتیکو مادرېد په بریا سره پای ته ورسېده او په ۳۱ نمرو سره یې جدول کې دویم ځای خپل کړ.

د همدې سیالیو په نورو لوبو کې خطافي، ریال سوسېداد ته یو صفر ماتې ورکړه.

ریال مادرېد له رایو ویلکانو څخه یو د صفر په وړاندې لوبه وګټله او د ایبر او ویلینسیا ترمنځ لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

خبریال : نصرت الله عمرزی