لطفا مه په غوسه کېږئ!

ایا تر اوسه داسې غوسه شوي یئ، چې ان سترګې مو سرې شوې وي؟

کېدای شي تر اوسه موهغه لارې چارې نه وي عملي کړې، چې د غوسه کېدو په صورت کې در سره مرسته وکړي او خپل ځان ګنټرول کړئ.

د دې څو ټکو په تمرین او عملي کولو سره کولای شئ د غوسې سرکښه آس مو رام کړئ.

په دې لیکنه کې تاسو ته په یوه داسې موقیت کې ځای در کوو، چې د غوسې د کنټرلولو تمرین وکړئ. د دېرش سلنه کار مرسته زه در سره کوم او پاتې اویا سلنه کار تاسو ته سپارم. غوسه خپله یو احساس دی، داسې احساس، چې په کولو سره یې د انسان په روح او جسم دواړو منفي اثر پرې باسي.

خپله غوسه مو ومنئ او د غوسې کېدو لامل مو پیداکړئ.

مثبت افکار مو په یاد راولئ او هغه بیا بیا په خپل ذهن کې تکرار کړئ.

په ذهن کې د مثبتو افکارو تکارارول در سره د غوسې په سړېدو کې مرسته کوي.

قدم و وهئ، تر څو غوسه مو یو څه سړه شي.

له یوا داسې دوست سره مو خبرې وکړئ، چې پوهېږئ د خبرو په اورېدو یې د آرمۍ احساس کوئ.

فکر او حواس مو د یوه کار په کولو مصروف کړئ مانا دا چې د یو څو دقیقو لپاره په یو څه باندې ځان مشغول کړئ.

د غوسې په وخت کې مو خپل احساسات پر کاغذ ولیکئ.

په آرامۍ سره تر لسو حساب وکړئ، حساب کول د غوسې د کنټرول لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره ده.

یخې اوبه او یا هم چای وڅښئ، هڅه وکړئ د څه شي په اړه فکر ونه کړئ.

د غوسې نښې نښانې پېژنئ؟

د غوسه ناکو کسانو نښې نیښانې

۱-  فیزکي نښې نېښانې: د لاسونو کلک کلک مروړل، د زړه د ضربان تېزوالی، د اندامونو لړزه، په نفس اخیستلو کې ستونزه، د عضلو کلکېدل، ګونځې او ډاروونکې څېره.

۲ – رواني نښې نیښانې: د تمرکز نه درلودل، د حافظې ستونزې او هېردل، منفي او ځورونکي فکرونه.

۳ – نورې نښې:  بې ځایه چیغې وهل، کنځلې کول او د شیانو غورځول.

اوس له ځان سره فکر وکړئ، دا ستاسو تصویر دی. وګورئ د غوسې په حالت کې مو د بدن کوم غړي له ستونزې سره مخ کېږي؟

د بدن هغه برخې مو، چې د غوسې پر وخت ستونزه پیدا کوي رنګ کړئ او پورتنیو مواردو ته په کتو لاندې سوالونو ته په دقت سره ځواب ورکړئ.

۱ – له څه او کومه ځایه پوهېږئ، چې په غوسه شوي یئ او د غوسې کومې نښې مو په ځان کې وینئ؟

۲-  هغه عوامل پر کاغذ ولیکئ او یاداشت یې کړئ، چې ستاسو رفتار ته یې بدلون ورکړی.

۳ – د دې ټولو کارونو له کولو وروسته اوس کولا شئ،  دویم مورد یعنې هغه عوامل او بدلونونه په ګوته کړئ، چې ستاسو د غوسه کېدو سبب شوي

۴ – د غوسه کېدو په لومړي سره هغه عمل یا کار، چې ستاسو څخه په غیر ارادي ډول تر سره کېږي څه شی دی؟

۵ – کله مو ، چې غوسه سړه شي او زړه مو ارام شي څه احساس کوئ؟

۶ – که مو د غوسې پر وخت یو څه منتقي او مثبت فکر کړی وای څه به واقع شوي و؟

غوسه او ورته پروګرام جوړول

اوس راځئ د خپلې غوسې چاره وکړو او په ځان کې د دې احساس د پیدا کولو لپاره یو پروګرام جوړ کړو.

په وروستي ځل، چې کله په غوسه شوي یئ په یاد یې راولئ. فکر وکړئ، که بیا هم له داسې یوې پېښې سره مخ شئ، څه عکس العمل به ښکاره کړئ؟

ایا له دې څخه به ښه عمل ونه کړئ؟ څه مو، چې په ذهن کې را وګرزېدل در سره یاداشت یې کړئ.

فکر وکړئ، چې د غوسې پر مهال باید له کومو منفي او بدو خبرو سره خدای پاماني وکړئ ، پر ځای یې ښو او مثبتو خبرو ته ځای ورکړئ؟

او کله، چې د سختې غوسې حالت ته رسېږئ څه ډول باید اوضاع کنټرول کړئ؟

کله، چې په غوسه کېږئ

د فریاد ایستلو او بحث د داوام ورکولو پر ځای، چې خبره نوره هم د خرابۍ خواته بیایي ښه به وي، چې زر تر زره هغه ځای پرېږدی، تر څو هر څه خپل اصلي حالت ته را وګرځي.

درېدل او په اور باندې د وچو خاشاکو اچول ستونزه نه حلوي، بلکې اور لا تېزوي.

د خپلې غوسې په اړه مو له بل چا سره خبرې وکړئ. دغه کس کېداشي ستاسو سلاکار او ملګری وي او سوله مو وغواړي.

د خپلو منفي احساساتو په اړه مو احساسات ولیکئ. له خپل ځان سره صادق و اوسئ او د هغه څه په اړه، چې لیکئ یئ د مسولیت احساس وکړئ، عمل پرې وکړئ تر څو وکولای شئ د غوسې سرکښه آس مو په خپل لاس آرام کړی وي.