پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لغمان ولایت کې موټر بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

نن سهار شپږ بجې د لغمان ولایت اړوند الیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخې موټر بم چاودنه شوې ده. د لغمان والي ویاند اسدالله دولت زی دغه خبر تائیدوي.

د لغمان په علیشنګ ولسوالۍ کې د موټر بم برید له امله د ملي اردو دوه سرتېري او دوه ملکیان وژل شوي او د ملي اردو ۱۰ سرتېري او د یوې مدرسې ۲۵ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

یو تن عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط له علیشنګ ولسوالۍ څخه د پېښې انځورونو د را استولو سره انعکاس تلویزیون ته وویل:

(( د نن ورځې په چاودنه کې دوه تنه ملکیان، دوه تنه د ملي امنیت سرتیري وژل شوي او همدا راز د ملي اردو دوه تنه سرتیري ټپیان دي))

عیني شاهد زیاتوي، چې په دې چاودنه کې د الیشنګ ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ودانۍ او ولسوالۍ ودانۍ ویجاړي شوي دي.

د عیني شاهد د راپور په بنسټ، دې چاودنه کې ګڼ شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او روغتونونو ته وړل شوي دي.