پنجشنبه , 25 اپریل 2024

لغمان کې د مرمۍ چاودنې شپږ ماشومانې وژلي

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پرون سهار يوې ناچاودې مرمۍ چاودېدو ۶ نجونې وژلي دي. د دغو نجونو عمرونه له لسو تر دوولسو کلونو پورې ښودل شوي دي.

د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایې، په چل ګزي سیمه کې دغو ماشومو نجونو د آر پي جي یا راکټ ویشتونکي ناچاودې مرمۍ د لوبو پر مهال ټکولې، چې پرې چاودېدلې ده.

وژل شوې نجونې د ښوونځي د څلورم او پنځم ټولګي زده کوونکې وې.

ویل کېږي، وژل شوې ماشومانې د سون لرګیو ټولولو لپاره وتلې وې او له پخوا پرته مرمۍ یې ور اخیستې وه.

په افغانستان کې هر کاله زرګونه کسان د جګړو پاتې شونو ناچاودو مرمیو، توغندیو او ماینونو چاودنو له کبله وژل کېږي او یا یې د بدن غړي غوڅېږي.