چاودنه نن له غرمې وروسته د لغمان مرکز اړوند په بصرام سیمه کې په یوه ویاله کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله شوې، چې ۸ ماشومان یې شهیدان کړي او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
دا لا نه ده معلومه چې چاودیدونکي توکې چا ، کله او د څه په موخه ځای پر ځای کړې وه.