پنجشنبه , 28 مارچ 2024

له بکټریا کامیابه بېټرۍ جوړه شوه

اوس هغه ورځ هم رانږدې شوه چې له بکټریاوو د جوړې شوې بېټرۍ په مرسته به کوچنۍ برېښنايي الې چلول کېږي؛ ځکه ساینس‌پوهانو له بکټریاوو جوړه شوې بېټرۍ په بریالۍ توګه وازمایله.

د امریکا د میسا چیوسېټس ټېکنالوژي د انسټیټوټ ساینس‌پوهانو برېښنا ورکوونکې بکټریاوې یوځای کړې وې چې په مرسته يې ترې کوچنۍ بېټرۍ جوړه کړه.

که څه هم د برېښنا ورکوونکیو بکټریاوو مالومول او یوځای کول ساده خبره نه‌ده، خو د دغه نسټیټوټ پوهان وتوانېدل چې د څو برېښنايي الو په مرسته دا ډول بکټریاوې یوځای او له همدې لارې برېښنا ولېږدوي.

سرخط ورځپاڼه