له خاونده په پټه د شپې دوه بجې له کوټې ووته

د شپې دوه بجې وې، ټکری یې د خاوند د مټ څخه ډیر په آرامه خوشې کړو، د میز له سره یې موبایل واخیستو له کوټې ووته، خاوند یې د دې کار په لیدو ډیر خفه شو د ښځې تر راتلو یې خداې بلا فکرونه ذهن ته راتلل، نیم ساعت روسته ښځه بیا کوټې ته راغله ډیر په آرامه یې موبایل د میز په سر کیښودو او ویده شوه، د سهار اودس کولو لپاره چې کله ښځه له کوټې د باندې ووته خاوند یې ډیرې په بیړې سره د هغې موبایل چک کړو خو د شپې دوه بجې کوم زنګ نه وو راغلی او نه هم چاته زنګ وهل شوی وو، شک یې لا زیات شو فکر یې کولو چې ډایل کړې شمیره یې پاکه کړې، خو سبا شپه محکې له دې چې ویده شې ډیر په مهارت یې خپل سیمکارت د ښځې موبایل ته او د خپلې ښځې سیمکارت یې خپل موبایل ته تبدیل کړو، شپه بیا پخه شوه ښځې موبایل واخیستو له کوټې ووته خاوند یې کټ کې نیغ کیناسته او د کوم چا زنګ په تمه شو خو همغه نیم ساعت روسته ښځه بیا کوټې ته رادننه شوه خو د ښځې نمبر ته هیڅ کوم زنګ رانغی، خاوند یې په تشویش شوو چې اخیر زما میرمن څه کوې، په دریمه شپه چې کله ښځه له کوټې ووته پنځه دقیقي روسته یې خاوند ورپسې ورغي خو خاوند یې یوې عجیبې صحنې سره مخامخ شو، ښځه یې په مانځه ولاړه وه د موبایل ګروپ یې ځان ته روښانه کړی وو، د سلام ګرځولو وروسته یې لاسونه د اسمان په لور ونیول ویې ویل! ای لوی ذاته، که زما عمر زما د خاوند تر عمر زیات وې په خپلې لویې دې قسم چې نیم عمر مې خاوند ته نصیب کړي.

کاپي