له خپګانه د خونديتوب لارې چارې!

څېړنو ښودلې چې نن سبا په نړۍ کې د عادي خلکو په پرتله د هغو کسانو شمېر ډېر دی چې په ژور خپګان اخته دي او دا د ننني انسان لپاره د خطر یو لوی زنګ دی. په دې ناروغۍ د اخته کېدو زیات لاملونه شته چې تر ټولو عمده یې ارثي او دغه راز محیطي اغېزې دي چې کولای شي انسان په دغه بدمرغه ناروغۍ اخته شي، خو له دې څخه نور نادر عوامل هم شته چې په خپګان باندې د اخته کېدو سبب ګرځي. لکه: جسمي اختلالات، د مخدره موادو مصرفول او یا هم دې ته ورته داروګانو څخه ګټه اخیستل.

په خپګان اخته کسان باید په منظمه توګه ورزش وکړي او تر ټولو ښه خبره دا ده چې لامبو ووهي. هڅه دې وکړي چې خپل ورځنی ژوند منظم کړي او د خپلې ناروغۍ او یا هم د خپګان د له منځه وړلو لپاره معلومات را ټول کړي، له خپل ذهنه دې منفي فکرونه لرې کړي او له ملګرو سره دې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي. تر ټولو مهمه او اړینه خبره دا ده چې د خپلې درملنې لپاره وخت ځانګړی کړي.

په خپګان اخته کسان باید له هایدرات کاربن مغزي موادو بي -۱۲ او بي -۱ ويټامين لرونکو خوړو په زیاته پیمانه ګټه واخلي. د لبنیاتو په تېره بیا د مستو له خوړلو دې ډډه وکړي. دغه راز دې د خپلې ناروغۍ د درملنې په موخه د ارواپوهانو مشورې را ټولې کړي. دوی کولای شي د ځان د درملنې لپاره خپله یوه لاره او طریقه وټاکي څه ډول یې چې خوښه وي ګټه دې ترې واخلي.

سرچینه:سپوږمۍ