پنجشنبه , 25 اپریل 2024

له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د جنرال نيکلسن، سولې شورا او طالبانو غبرګونونه

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشر قومندان جنرال جان نيکلسن، د سولې عالي شورا او طالبانو د امریکا له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅې ستايلي دي.

جنرال نيکلسن رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دوی چمتو دي د اوولس کلنې جگړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې لوپوړی پوځي قومندان د سولې لپاره له طالبانو سره د مخامخ خبرو پخلی کوي.

دا لومړی ځل دی، چې لوپوړی پوځي قومندان د سولې لپاره له طالبانو سره د مخامخ خبرو پخلی کوي.

د سولې عالي شورا هم د امریکا له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو مشروط ملاتړ او هرکلی کړی، خو ارگ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د سولې شورا مرستيال عطاالرحمن سليم وايي، چې دوی د سپينې ماڼۍ هغه پرېکړه ستايي، چې له طالبانو سره په کې د مخامخ خبرو وړاندیز شوی، خو په ورته وخت کې ټينگار کوي، چې د افغانستان غوښتنې هم بايد په نظر کې ونيول شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې دا څرګندونې تر اوسه د رسنيو له لارې خپرې شوي او کله، چې سپينه ماڼۍ په دې اړه رسمي دريځ خپور کړي، دوی به هم خپل دريځ د رسنيو له لارې له خلکو سره شريک کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ ځينو رسنيو ته ويلي و، چې تر  اوسه په دې اړه له دوی سره اړيکه نه ده نيول شوې.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر  وياند سهيل شاهين رویټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دوی د امریکا له لوري له دغې ډلې سره د سولې مخامخ خبرې يو مثبت گام بولي او ټينگار يې کړی، چې د روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره بايد په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د وتلو په مهال وېش خبرې وشي.

سهيل شاهين زياته کړې، چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره اړينه ده، چې د دغې ډلې د مذاکراتي ټيم نومونه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له تور نوملړه لرې کړای شي، تر څو د سولې لپاره اسانه هڅې وکړای شي.

رویټرز د امریکايي چارواکو له خولې ليکلي، چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د زياتېدونکي کړکېچ په اړه اندېښمن دی او د دومره جگړو او بمباريو سربېره هم د افغانستان ډېره برخه د طالبانو په واک کې اندېښمنوونکې بولي.

که څه هم تر اوسه امریکايي چارواکو په رسمي توگه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو، دفاع وزير جيمز مټیس او بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په دې وروستيو کې کابل او اسلام اباد ته د سولې په اړه سفرونه کړي دي.

اليس ويلز ويلي و، چې دوی به د سولې په اړه د طالبانو ټولې نيوکې او بهانې ختموي.

د طالبانو د چارو څارونکی وحيد مژده وايي، چې امریکا د رسنيو له لارې دا ډول څرگندونې د دې لپاره کوي، چې د خپلو خلکو او طالبانو غبرگونونه وگوري او وروسته يې په اړه رسمي دريځ اعلان کړي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم د امریکا دا پرېکړه ستايل شوې او د امریکايي پوځيانو د وتلو مهال وېش په اړه د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره اړينې بلل شوي دي.

نړۍ نیوز