پنجشنبه , 25 اپریل 2024

له فزیکي اړخه فعال خلک ډېر عمر کوي

ژباړه: احمد الهام

مریکایي څېړونکي وایي، د ورځې شل دقیقې پلی تګ مو د عمر زیاتوالي لامل کيږي. څېړونکو د ۳۳۴ زره کسانو په اړه چې عمرونه یې د ۴۰ او ۵۰ کلونو تر منځ دي، معلومات راټول کړي دي.

قد، وزن او ملاوې یې اندازه کړې دي. څېړونکو د هغوی دندو او کړنو ته په پام سره دغه کسان پر څلورو برخو وېشلي چې له فعال، نسبتاً فعال، نسبتاً غیر فعال او غیر فعال څخه عبارت دي. دولس کاله وروسته دوی د هغو کسانو په اړه هم معلومات راټول کړي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و.

د څېړنې پایلې جالبې دي، هغه کسان چې ډېر فعال دي، د مړينې کچه یې هم د نورو په پرتله کمه ښودل شوې ده.

دوی فعال کسان له غیر فعالو سره پرتله کړي دي چې په پایله کې د غیر فعالو کسانو د مړينې کچه د فعالو په پرتله شل سلنه زیاته ښودل شوې ده. دوی وایي، که تاسو د غیر فعالو کسانو په ډله کې یاست، هڅه وکړئ چې فعالیت ترسره کړئ.

په دې ډول به مو خپل عمر اوږد کړی وي او له خپلې روغتیا سره به مو مرسته کړې وي.