له ماشومانو دملاتړ اداره: له هرو دریو یو افغان ښوونځي ته د تګ وس نه لري!

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان (سېف آف چلډرن) نړيوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې له هرو دریو یو افغان ماشوم ښوونځي ته د تګ وس نه لري.

راپور کې راغلي چې سږ کال به د بې ثباتۍ او له پاکستان څخه په زور د کډوالو ماشومانو د راستنېدو له امله له څلور سوو زرو زیات، په بله معنی په یوه ورځ کې تر ۱۱۰۰ ماشومان له ښونځي څخه بهر پاتې شوي.

د یادونې وړ ده چې په دغه هېواد کې ۳.۷ ملیونه ماشومان له وړاندې ښوونځیو ته نه شو تللای.

راپور مخکې کاږي چې له پاکستان څخه نوي را ستانه شوي نيمايي ماشومان هم ښوونځي ته د تلو وس نه لري؛ والدين يې د ندې نه لري، دوی مجبور دي چې له والدینو سره په ګډه د سړک پر غاړه او یا نور کار روزګار وکړي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې د دفتر رئیسې میرمن انا ماریا لاکسن، ویلي” نن د ژمي له رخصتیو وروسته ښوونځیو ته د ماشومانو د ستنیدلو له امله افغانستان کې د یو شمېر ماشومانو له پاره د خوشحالۍ ورځ ده، خو د هغه نورو له پاره چې له ښوونځیو څخه بهر دي او زده کړې ته لاس رسی نه لري یو غمژنه او د ناهيلۍ ورځ ده».

تېر کال تر شپږ سوو زرو افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي ول، سږ کال تمه کېږي چې ورته شمېر او یا له دې زیات خپل هېواد ته راستانه شي.

د ماشومانو د ملاتړ اداره په داسې حال کې د افغان ماشومن د زده کړې په اړه اندېښنه ښيي، چې د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، سږ کال به يې وزارت تر یو ملیون نوي زده کونکي ښوونځیو ته جذب کړي.