له ملا برادر سره یې پر افغان سوله خبرې کړي دي

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلې دي او دواړو لوریو پر یو لړلو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا ليدنه کتنه د قطر پلازمېنه دوحه کې وشوه او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په افغانستان کې پر روانو حالاتو، ملکي تلفاتو، بشري مرستو او د امریکا سره پر روانو مذاکراتو د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازې  سره خپل نظریات او معلومات شریک کړل.

نوموړی همداراز زياتوي، له دې سربیره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان په هکله د اروپایي اتحادیې د پالیسي وضاحت وکړ او د یاد سازمان په نمایندګي یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.