له موبایل څخه سترس یا ذهني فشار رامنځته کېږي

لیکوال: احمدضيا فضلي

څېړنو  ښودلې چې ۹۲ سلنه وګړي له ګرځنده ټېلفون یا موبایل څخه کار اخلي،۹۰ سلنه یې له ځان سره نېږدې ږدي او دریمه برخه یې وایې چې هېڅکله خپل موبایل نه ګولوي.

هو دا د تکنالوژۍ په برخه کې یو نوښت او مثبت اوښتون دی چې په ټولنه کې د ډېرو اسانتیاوو لامل ګرځېدلی دی، خو د دې تر څنګ د ډېرو منفي څیزونو لکه: سترس یا ذهني فشار او پرېشانۍ لامل هم ګرځېدلی دی.

۱ــ د بټرۍ لږ چارچ درلودول: ۹۰ سلنه وګړي د دې نه په تشویش کې وي، چې د موبایل بټرۍ یې ۱۰ یا ۱۵ سلنه چارچ ولري او دې ته په کتو سره ډېر ژر لاس په کار کېږي او د دې تشویش لري، چې تلېفون چارچ له لاسه ورکوي او ګل کېږي، چې همدا د ذهني فشار یا سترس لامل ګرځي.

۲ــ د موبایل رپېدل یا لړزه: په ناڅاپي ډول د تلېفون لړزه د انسان په وجود کې د یوې څپېړې په څېر منفي اغېزه کوي. د انسان په وجود کې د وېرې تر څنګ د ذهني فشار لامل هم ګرځي.

۳ــ له موبایل څخه وېره: کله، چې یوه اړینه او مهمه خبره یا یو اړین او د خوشحالۍ خبر له نورو څخه ژر خپلې کورنۍ ته وایو د دې وېره لرو، چې د تلېفون انتن کمزوری نه شي یا په اړیکه کې کومه ستونزه رامنځ ته نه شي، چې دا وېره او تشویش د انسان په وجود کې د زړه ډېر خوځښت او د وینې د فشار د لوړېدو تر څنګ د سترس لامل هم ګرځي.

۴ــ د تلېفون له غلا کېدو څخه وېره: د تلېفون له ورکېدو او غلا کېدو څخه وېره د دغې تېکنالوژۍ یوه بله ستونزه ده، چې په ډېریو وګړو کې د ذهني فشار لامل ګرځي. کومې کړنې تر سره کړو، چې له دغو ستونزو او ذهني فشارونو څخه ځان خلاص کړو؟

د ۱۵ دقیقو لپاره هره ورځ خپل تلېفون ګل کړئ او له ځانه یې لرې کېږدئ. د دغه وخت په اوږدو په نورو کړنو لاس پورې کړئ او د تلېفون سره عادت مو لږ لږ له منځه یوسئ.