چهارشنبه , 24 اپریل 2024

له ننګرهارد حج فرېضې ادا کولو ته د تلونکوسفرسبا پیلیږي

ټاکل شوې له ننګرهار بیت الله شریف ته د حج فرېضې ادا کولو ته د تلونکو لومړي او دویم پرواز سبا دولس بجې او اووه بجې وشي، د حج اوقافو رئیس قاري محمد داود مجاهد په وینا په لومړي پرواز کې چې غرمه دولس بجې به ترسره شي، له یو شمېرې څخه تر دوه سوه شمېرې پورې حج ته تلونکي کسان شامل دي او په دویم پرواز کې چې اووه بجې به ترسره شي، له دوه سوه یو نه، تر پنځه سوه شپږ څلوېښت پورې کسان شامل دي، ددغه په وینا دغه کسان باید په ترتیب سره د پېژند کارت، د واکسینو کارت او د حج سند سره سبا غرمه دولس بجې او ماښام اووه بجې کابل حاجي کمپ ته حاضر شي.